په میانمار کې په پوځي کودتا کې پوځ واک ته ورسید
نن سهار وختي د میانمار پوځ ددغه هیواد ولسمشر وین مینټ د واکمن ډيموکراټيک ملی ګوند مشره آنګ سان سوچي او څو نور لوړپوړي حکومتي چارواکي نیولي او په درست هیواد کې ئې بیړنی حالت اعلان کړی دی .
زمونږخبریال راپور راکړ د برما یا میانمار پوځ نن سهار وختي له کودتا وروسته دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ،درست حکومتي اختیارات ئې تر یوه کال پورې په اختیار کې اخستي دي
راپور ښئ د میانمار د واکمن ګوند مشره آنګ سان سوچي هم پوځ نیولې او پوځ د رست پارلیماني او قضائي اختیارات هم په خپل لاس کې اخستي دي.
همداراز د برما پوځ په هیواد کې بیړنی حالت اعلان کړی او ددغه هیواد پارلیمان ،قضایه قوې ، ملي ټيلیویژن پشمول درد ستو حساسو اوګارنونو اختیار ات هم پخپل لاس کې اخستي دي .
د میانمار پوځ وئيلي دي ، د سیاستوالانو نیولل دهغه څه په غبرګون کې چې په وروستیو انتخاباتو کې درغلي بلل شوي ده ترسره شوي دي .د میانمار واکمن ګوند ډ يموکراټيک ملی اتحاد د تیر کال په نومبر کې په پارلمیاني انتخاباتو کې دبریالیتوب ادعا کړې وه .
دمیانمار پارلیماني انتخابات په داسې شرائطو کې ترسره شوي چې ددغه هیواد واکمن ګوند په تیرو پنځو کلونو کې د میانمار په راخین صوبې کې دمسلمان لږکي په ضد پراخ بشري ضد اقدامات کړي دي .
نن سهار وختي د میانمار پوځ ددغه هیواد ولسمشر وین مینټ د واکمن ډيموکراټيک ملی ګوند مشره آنګ سان سوچي او څو نور لوړپوړي حکومتي چارواکي نیولي او په درست هیواد کې ئې بیړنی حالت اعلان کړی دی .