نړیواله ایټمي موافقه یوه مهمه او کارنده موافقه ده
نړیواله ایټمي موافقه یوه مهمه نړیواله موضوع ده چې له په دې اړه له روسیې سره ملګرتیا کوو او دغه راز د فلسطین د موضوع پشمول د لویدیځي آسیا دپيښو دحل په لړ کې هم له ماسکو سره ملګرتیا ته تیار یوو .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی ، د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف پرون مازدیګر په ماسکو کې د اروپائي اتحادئې دبهرني سیاست دکمیشن له مشر جوزف بورل سره په ګډ خبري کنفرانس کې ددې خبرې په کولو سره چې ماسکو دجامعې نړیوالې ایتمي موافقې د احیاء لپاره له اروپائي اتحادئې سره هرډول ملګرتیا ته تیاره ده ، وئیلی دي ، نړیواله ایټمي موافقه د امریکا دځینو اقداماتو په دلیل په سخت وضعیّت کې ده .
داپه داسې حال کې دي چې روئيټرزخبری آژانس د یوشمیر اروپائي او لویدیځي ډيپلوماټانو له قوله راپور ورکړی ، انګلستان ، فرانسې او جرمني وړاندیز کړی ،ایران داقتصادي ا مکاناتو څخه د برخمنید په بدل کې جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته پابندۍ ته بیرته وګرځي .
د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست دکمیشن مشر جوزف بورل هم په دغه ګډ خبري کنفرانس کې وئيلی دي نړیواله ایټمي موافقه یوه مهمه نړیواله موضوع ده چې له په دې اړه له روسیې سره ملګرتیا کوو او دغه راز د فلسطین د موضوع پشمول د لویدیځي آسیا دپيښو دحل په لړ کې هم له ماسکو سره ملګرتیا ته تیار یوو .
دسپينې ماڼۍ ویندوئې په داسې حال کې چې هیواد ئې له نړیوالې ایټمي موافقې په یواړخیز ډول په وتلو او د اقتصادي ترهه ګرۍ په اعمالولو او له دوي ټولو مهمه د ملګروملتو دامنیت شورا د پریکړه لیک په خلاف ورزي کولو سره مدعي شوي ، جامعې نړیوالې ایتمي موافقې ته د امریکا بیرته ستنیدا د تهران دژمنو له بشپړ اجرا سره تړلې ده .