نړیوالې ايټمي موافقې ته د امریکا ستنیدا شرطونه لری
https://parstoday.ir/ps/news/world-i96146-نړیوالې_ايټمي_موافقې_ته_د_امریکا_ستنیدا_شرطونه_لری
د سپينې ماڼۍ ویندوئې په داسې حال کې چې هیواد ئې له نړیوالې ایټمي موافقې په یواړخیز ډول په وتلو او د اقتصادي ترهه ګرۍ په اعمالولو او له دوي ټولو مهمه د ملګروملتو دامنیت شورا د پریکړه لیک په خلاف ورزي کولو سره مدعي شوي ، جامعې نړیوالې ایتمي موافقې ته د امریکا بیرته ستنیدا د تهران دژمنو له بشپړ اجرا سره تړلې ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 06, 2021 03:01 Asia/Kabul
  • نړیوالې ايټمي موافقې ته د امریکا ستنیدا شرطونه لری

د سپينې ماڼۍ ویندوئې په داسې حال کې چې هیواد ئې له نړیوالې ایټمي موافقې په یواړخیز ډول په وتلو او د اقتصادي ترهه ګرۍ په اعمالولو او له دوي ټولو مهمه د ملګروملتو دامنیت شورا د پریکړه لیک په خلاف ورزي کولو سره مدعي شوي ، جامعې نړیوالې ایتمي موافقې ته د امریکا بیرته ستنیدا د تهران دژمنو له بشپړ اجرا سره تړلې ده .

جن ساکی په سپينې ماڼۍ کې  په خبري ناستې کې  ددې پوښتنې په ځواب کې چې  آیا  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته د  امریکا د بیرته ستنیدا  کوم مشخص وخت شته ، وئيلي دي ، دا په بشپړ ډول  دایران   له  ژمنو سره اړونده  ده .

 هغې زیاته کړې ،که ایران  دجامعې نړیوالې ایتمي موافقې ژمنتیاؤ ته بشپړ  اجرا ته بیرته وګرځي ،  نو امریکا به هم همدغه کار وکړي  او د تیر په شان به دغې موافقې ته پابنده ووسي .

 داپه داسې حال کې ډي چې  د ایران داسلامی جمهوریت  لوړپوړو چارواکو په کرتو وئيلی دي ،که  امریکا  پخپل کړچار کې بدلون راولي او  دامنیت شورا دپریکړه لیکونو خلاف ورزۍ څخه لاس واخلي او  بیرته  نړیوالې ایتمي موافقې ته چې په یواړخیز ډول ترې وتلې ستنه شي او خپلې ژمنې عملي کړي ، نو ایران به  هم دتیر په شان  په دغې نړیوالې ایټمي موافقې کې  خپلو ژمنو ته د نورو په شان دوام ورکړي  او هیڅکله  به هم د تیر په شان دنړیوالو قوانینو اواصولو خلاف ورزي ونه کړي ، خو دا  کار په یواړخیز ډول  هیڅکله هم دوام نه مومی