روسیه به له اروپايي اتحادیې سره اړیکې غوڅې کړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i96410-روسیه_به_له_اروپايي_اتحادیې_سره_اړیکې_غوڅې_کړي
سپوتنیک خبري اژانس راپور ورکړی د روسیې د باندنیو چارو وزیر سرګي لاوروف اروپايي اتحادیې ته خبرداری ورکړ د نویو بندیزونو د لګولو په بڼه کښې ماسکو له دغه اتحادیې سره د اړیکو غوڅولو ته چمتو دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 12, 2021 10:18 Asia/Kabul
  • روسیه به له اروپايي اتحادیې سره اړیکې غوڅې کړي

سپوتنیک خبري اژانس راپور ورکړی د روسیې د باندنیو چارو وزیر سرګي لاوروف اروپايي اتحادیې ته خبرداری ورکړ د نویو بندیزونو د لګولو په بڼه کښې ماسکو له دغه اتحادیې سره د اړیکو غوڅولو ته چمتو دی .

سرګي لاوروف نن د روسیې پرضد د بایکاټونو د  لګولو په هکله د اروپايي اتحادیې مسولانو ته سخت خبرداری ورکړ او هغوې یې له دغه کار څخه منع کړل .

د روسیې خارجه وزیر لاوروف وویل که چیرې مونږ دوباره د نویو بایکاټونو کتونکي ووسو چې شاید  زمونږ د اقتصاد په ترټولو حساس وخت کښې زمونږ د معیشت لپاره خطره ووسي نو مونږ له اروپايي اتحادیې سره د اړیکو غوڅولو ته تیار یوو .

هغه وویل مونږ له دنیا د څنګ ته کیدا غوښتونکي نه یوو خو باید چمتو ووسو  او که  چیرې تاسو د سولې غوښتونکي یاست باید د جنګ لپاره چمتو ووسئ .

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مشر جوزپ بورل ټینګار کړی و چې دغه اتحادیه باید د ماسکو د حکومت د مخالفانو د مشر «الیکس  ناوالني» د نیول کیدا په دلیل د روسیې پرضد بایکاټونه ولګوي .

بورل ادعا کړي وه د روسیې او د اروپايي اتحادیې اړیکې بندون ته رسیدلي دي او روسیه له دغه اتحادیې سره د اړیکو د ښه کولو لپاره ملګرتیا ته ګروهنه نلري .