د امریکا په ټولنه کښې اختلاف ښکاره دی
Feb 15, 2021 01:35 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د روسیې د ولسي جرګې دوما د نړیوالو اړیکو د کمیټۍ مشر لئونیډ اسلوتسکي وړمه ورځ د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د محاکمې ماتي خوړل د دغه هیواد په سیاسي ټولنه کښې د اختلاف نښه وبلله .
هغه وویل د امریکا د پخواني ولسمشر ټرمپ د محاکمه کیدا ماتي خوړل د امریکا په ټولنه او سیاست کښې د درز ښودنه کوي چې مخکې هم احساسیده .
د روسیې دغه چارواکي وویل د امریکا د پخواني ولسمشر ټرمپ د محاکمې کیدا د دوهمې (۲) غونډې ماتي خوړل معلوم وو .
ټیګونه