د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې
د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې دی،په پیل کې هم د تهران او ورپسې هم د کابل چاپ ځينی ورځپاڼې درسره شریکې کوو ،نو هیله ده د استفادې وړ مو ګرځي.
د تهران درستو ورځپاڼو نن په خپل لومړي مخ د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) د یوه پاک لمسي او د امامت د آسمان دلسم ځلانده ستوري حضرت امام علی النقي هادي علیه السلام د شهادت دکلیزې په مناسبت د امامیّن عسکریّن علیه السلام د پاک حرم په زړه پورې عکس راخستی او درستو پتمنو انسانانو ته ئې په دې اړه تسلیّت وئیلی دی ، نو دتهران ریډیو درست کارکونکي هم په دې مناسبت د زړه له کومې یو ځل بیا تسلیّت وائي .
دتهران ورځپاڼو په سر کې دا هم کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي ، دنیجریه دمسیحیانو یوه مشهور پادري استور جان ژوزف د دغه هیواد ستر دیني او مبارز عالم شیخ ابراهیم الزکزکي او دهغه په میرمن باندې د نیجریه د حکومت او پوځ له خوا د ظلم او کړاؤ د ختمولو او دغه راز د دوي د خوشي کیدا لپاره د هلوځلو په اړه ددغه هیواد له ولسه په غوښتنې سره وئيلی دي ، په شیخ زکزکي او دهغه پر میرمن ېظلم د درست بشریّت په ضد ظلم او کړاؤ دی .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،د افغانستان د ولسمشر مرستیال امر ا.. صالح د هرات د ګمرکاتو په مرکز کې د ستر اوور په پيزواني کولو کې دایران داسلامی جمهوریت دمرستو په خاطر د ایران دحکومت قدرونه اوستاینه کړې او وئيلي ئې دي ، داسلامی ایران ملت اوحکومت په درستو کړاؤنو او پيچلتیاؤ کې د افغانستان د حکومت اوولس په حق کې ډير زیاتې مرستې او ملګرتیاوې کړي دي چې هیڅکله هم د هیریدا نه دي .
د بحرین انقلابي ولس د فرورۍ دڅوارلسمې دانقلاب دلسمې کلیزې په مناسبت په درست بحرین کې په مظاهرو او اعتراضونو سره له آل خلیفه رژيمه یو ځل بیا خپله کرکه نندارې ته وړاندې کړې او هوډ ئې کړی دخپلو حقه حقوقو د ترلاسه کولو او د اصلاحاتو تر اجرا پورې به خپلو اعتراضونو او مظاهرو ته دوام ورکړي .
د پاکستان او افغانستان ځینو رسندویو د طالبانو ډلې د مشر ملاهیبت ا... او ورسره دیو شمیر طالب مشرانو په بم چاودنې کې د وژل کیدا خبر ورکړی ، خو دطالبانو یوه ویندوي ذبیح ا... مجاهد دغه خبر په کلکه رد کړی او وئیلي ئې دي ،ملا هیبت ا... کله چې په پاکستان کې موجود نه دی نو بیا څرنګه په دغه هیواد کې په بم چاودنې کې وژل شوی .؟
د سورئې په الحسکه او دیرالزور ولایتونو کې ددغه هیواد پوځ او د مقاومتي چورلیز مبارزانو له تکفیری ترهه ګرو یو شمیر سیمې پاکې کړي او د دوي په سترو وسلو سنبال یو شمیر ګاډي او تجهیزات ئې هم تباه کړي دي .
داهم دتهران چاپ رسالت ورځپاڼه ده چې نن ئې پخپل انټرنیټي سایټ کې لیکلی دي ،دافغانستان د چارو یو کارپوه او تکړه شناندي اولیکوال سید وحید ظهور حسیني د ایران او افغانستان له پولې سره نزدې د تیرې شنبې ورځې د بوږنونکي اور او چاودنې په باب وئیلي دي ،دا یوه ستره دسیسه ښکاري او په دغه شان دسیسو او کرغیړنو اقداماتو سره چې ډيری ئې ورانکار اقدام ګڼي ، ځيني لوري په تیره بیا امریکائي استعمار غواړي ، د افغانستان او ایران نزدې او ورورګلویزې اړیکې خرابې کړي او د افغانستان د حکومت او ولس په زړونو کې د ایران حیثیّت او مقام داغي کړي او دغه نزدې اړیکې او ورورولي خرابه کړي .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ، دایران داسلامی شورا د بهرنی سیاست او ملی امنیت دکمیشن یوه مسئول مقام مهدي سعادتي د ایران د سوله ایز ایټمي پروګرام او په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې د دغې نړیوالې ایټمي موافقې دمادو په اساس دخپلو ژمنتیاؤ د کمولو په بهیر د اروپائي لوري یا هماغه ټرائيکا او امریکا کارړنګونکو اقداماتو او کرغیړنو څرګندونو په ځواب کې وئيلی دي ، اروپا او امریکا دې په خود کې شي او د دړکو او ګواښونو په ځاي دې له عقله او منطقه کار واخلي او خپلو ژمنتیاؤ او نړیوالو اصولو په اساس دې دنړیوال امنیت او ثبات په خاطر ګامونه پورته کړي .
په داسې حال کې چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ د سولې موافقې دلاسلیک کیدا او همداراز په همدغه قطرکې د بین الافغاني خبرواترو د پیلیدا څو میاشتې تیریږي،او په جنګ ځپلي افغانستان کې نه یوازې ورسره تاؤتریخوالی او ترهه ګرې کمې شوي نه دي ،بلکې لاپسې زیاتې شوي هم ، په تیر شواروز کې دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې د افغان ملی اردو او وسلوالو طالبانو ترمینځ په اخ وډب کې کابو یو سل نوي کسان وژل شوي او په لسګونو ټپیان شوي او دغه راز د عاموخلکو کورونو او او ودانیو ته هم ډ یر زیات تاوانونه اوښتي او په زرګونو خلک مجبوره شوي څو کډه په سر شي .
د پاکستان دمشرانو جرګې د یوشمیر څوکیو لپاره دکاندیدانو دنامو دلیکلو لپاره نن یعني د فرورۍ پنځلسمه نیټه وروستۍ ورځ ده او په دغه هیواد کې حکومتي لوری او داپوزیشن ګوندونه هڅه کوي ، په مشرانو جرګې کې د خپلو استازو دټاکلو لپاره غوره او وړ کاندیدان معرفي کړي ، داپه داسې حال کې دي چې ځیني سرچینې او ټولنې په پاکستان کې د مشرانو جرګې د نمایندګانو دټاکنې په خاطر د بډو رشوتونو د اوج خبرې هم کوي .
د عربستان په ختیځي سیمو کې یو ځل بیا د آل سعود رژيم دجنایتونو او ظلمونو په خلاف د خلکو اعتراضونه اومظاهرې پیل شوي او وئيل کيږي ، چې په دغو اعتراضونو کې په لسګونو کسان نیول شوي او په ډير بوږنونکي ډول شکنجه کیږي .
دعراق په الابنار ولایت کې د الحشد الشعبی ولسی مبارز ځواک او پوځ په یو لړ ګډو عملیاتو کې د داعشي تکفیریانو په لسګونو جنایتکارو ته مرګ ژوبلې آوښتي دي .
داهم دتهران جوان ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلی دي ،په ویانا کې په دیره نړیوالو اورګانونو کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر او دایمي استازی کاظم غریب آبادي پخپل ټولنیز پیغام کې وئيلي دي ، د مدرکونو د پټ ساتل کیدا په باب ئې دایران داسلامي جمهوریت په اندیښنو د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس مشر خبر کړی دی .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي، د امریکا د ولسمشرۍ د تیرو انتخاباتو خپلواکه کاندید او ورمونټ ایالت سناتور برني سنډرز وئيلی دي ددغه هیواد دوه نوي ښاریز د خپلې درملنې دلګښتونو د تامینولو وس نه لري .
د یمن د لوړې سیاسی شورا یوه لوړپوړي مسئول محمد علی الحوثي د آل سعود رژيم په وړاندې د مقاومت د سټراټژۍ په باب په یولړ څرګندونو کې وئيلی دي مونږ تیار یوو چې که په یمن بمبارۍ او حملې بندې شي ، نو په بدل کې د مقابل لوري په پوځي تاسیساتو او هوائي ډګرونو به حملې ودروو،نو که د ریاض چارواکي غواړي پرې حملې ونشي ، نو دیمن دمظلوم ولس په ضد دې حملې بندې کړي که غواړي توغندي ونخوري ،نو توغندي دې نه وروي .
د امریکا خارجه وزیر آنتوني بلینکن د ایران په چارو کې ددغه هیواد دځانګړي استازي په توګه د رابرټ مالی په منصوبولو سره له تهران سره یو ځل بیا په ډيپلوماټیکو خبرواترو ټينګار وکړ.
د ایران مرستیال خارجه وزیر عباس عراقچي په ډاګه کړې ده ، جامعه نړیوالې ایټمي موافقه یوازې د بندیزونو دختمولو لپاره کافي نه ده او دبندیزونود لیرې کولو لپاره هیڅ آوزار نه لري،باید دبندیزونود لیریکیدا اغیزې داسې وي چې دایران د اسلامی جمهوریت له خوا تائيد شي .
اوس هم راګرځو د کابل چاپ ځينو نننیو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستي او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو، البه باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي .
د کابل چاپ مسیر ورځپاڼې د حزب اسلامي حکمتیار ډلې د مشر ګلبدین حکمتیار وروستۍ څرګندونې را اخیستي چې ویلي ئې دي ، که حکومت له دوی سره شوې هوکړې عملي نهکړي، نو ارګ به محاصره کړي.
وړاندې لیکوال پر حکومت هم نیوکه کړې چې تر اوسهیې باید دغه ژمنې عملي کړې وای.
لیکوال ټینګار کړی، که حکومت له حزب اسلامي سره هوکړه نهعملي کوي، نو طالبان به هم پرې باور ونهکړي او زړه به ښه نهکړي چې له حکومت سره هوکړه وکړي.
د سرمقاله لیکونکي په وینا، له حزب اسلامي سره د هوکړې مکلفیت د حکومت دنده ده او باید عملي یې کړي.
د بندیانو خوشې کول، په ملکي ادارو کې د حزب اسلامي د غړو جذبول، د کډوالو راستنول او ځیني نور هغه مسایل دي چې د حکمتیار په وینا د حکومت له لورې نهدي عملي شوي.
خو د ولسمشرۍ ماڼۍ د ګلبدین حکمتیار د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، هېڅ یو شخص او یا هم ډلې ته د دې حق نهورکوي چې په زور په ارګ کې واکمني وکړي.
دغهشان حزب اسلامي سره د سولې هوکړې د پلي کولو کمېسیون بیا ویلي چې تر اوسه د افغانستان له زندانونو د حزب اسلامي ۱،۱۶۴ بندیان خوشې شوي دي.
هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي، په افغانستان کې د طالبانو او ترهګريزو ډلو لهخوا د جګړې او بريدونو شدت نهيوازې د سولې لپاره هيلې مړاوې کړي، بلکې په کور دننه او په نړيواله کچهيې سختې اندېښنې هم راپورته کړې دي.
وړاندې د امريکا د استخباراتي ادارې پخواني مشر ډېوېډ پټريوس څرګندونې را اخیستل شوي چې ویلي ئې دي، طالبان يوازې غواړي چې امريکايي عسکر له افغانستانه ووځي او د دوي بندیان له بنده خوشې شي، خو په وینا ئې په اصل کې د افغانستان وضعيت د جدي اندېښنې وړ دی او طالبان د سولې په برخه کې ناغېړي کوي.
ورځپاڼې لیکلي چې طالبانو د تاوتريخوالي د کمولو لپاره نه، بلکې د خپلو بندیانو د خوشې کولو او دغهشان له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو لپاره هوکړه لاسليک کړې ده.
هېواد ورځپاڼې لیکلي، دا اندېښنې پر ځای دي خو په وینا یې د دغه خطرناک حالت کابو کول هم د نړيوالو ستر مسؤليت دی، ځکه په خبرهیې ترهګري تر پخوا ډېره پياوړې شوې او د افغانستان وضعيت نېغ په نېغه د نړۍ پر وضعيت اغېزې شيندي.
= هشت صبح ورځپاڼې د بودجې د نهتصویب له امله رامینځته شویو ستونزو ته اشاره کړې او لیکلي ئې ذي ، د حکومت او پارلیمان ترمینځ د بودجې پر سر د رامینځته شوي کړکېچ او زور ازماینو له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.
وړاندې راغلي چې دا مهال اکثرو دولتي کارکوونکو معاشونه نهدي اخیستي او د ډېرو پروژو کارونه په ټپه ولاړ دي.
د لیکوال په وینا د دغه کړکېچ دوام هغو دولتي کارکوونکو ته ډېر زیان اړولی چې په کمو معاشونو ورځنۍ چارې پر مخ وړي.
ورځپاڼې ټینګار کړی چې افغان چارواکي باید له خپلمینځي اختلافاتو تېر شي او روانو حالاتو ته په پام ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي.