ترهګرو په سوریې کښې پینځه دیرش بریدونه کړي
زمونږ خبریال وايي د سوریې په اوربند باندې د روسیې د څارنې مرکز په دغه هیواد کښې د تاوتریخوالي د کمولو په سیمو باندې د جبهه النصره ترهګرې ډلې د پینځودیرشو (۳۵) حملو خبر ورکړ .
د سوریې په اوربند باندې د روسیې د څارنې مرکز «حمیمیم» نن په یوې(۱) خبرپاڼه کښې وویل د جبهه النصره ترهګرو په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په مرکز کښې په ادلب ولایت کښې د تاوتریخوالو په سیمو نولس (۱۹) او په لویدیځ کښې په لاذقیه ولایت باندې دولس (۱۲) بریدونه کړي دي .
د سورې په لویدیځ کښې په حماه ولایت باندې هم جبهه النصره ترهګرې ډلې درې(۳) ځله حملې کړي دي او په شمال کښې په حلب ولایت باندې هم څو بریدونه شوي دي .
د سوریې په اوربند باندې د روسیې د څارنې مرکز تیره اونۍ هم په دغه هیواد کښې د تاوتریخوالو د کمولو په سیمو باندې د جبهه النصره ترهګرې ډلې د درویشتو (۲۳) حملو خبر ورکړ .
دسوريې شمالي سیمو ته د ترکیې د پوځیانو په ورتلو او د سوریې له پوځیانو سره په جنګونو او د ترهګرو ډلو لخوا په دغوسیمو باندې په حملو سره ډیره موده کیږي چې په دغو سیمو کښې تاوتریخوالی زیات شوی دی .