له ایران سره په خبرو کښې د تحرک ملاتړ کوو
Feb 20, 2021 01:40 Asia/Kabul
فارس خبري اژانس وايي د جرمني صدراعظمې انګلا مرکل بیګا د مونیخ د امنیتي کانفرنس په څنډه کښې وویل برلین له ایران سره په خبرو کښې د نوي تحرک ملاتړ کوي .
هغې د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره خپلو ټیلي فوني خبرواترو ته په اشارې سره وویل د اټومي موافقې په باره کښې د خبرو اترو د احیا لپاره به اقدام وکړو .
د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسون هم د مونیخ د امنیتي کانفرنس د اخري اصلي وینا وال په توګه په دې خبرې سره چې لندن د فرانسې ، جرمني او د امریکا په څنګ کښې له اټلانټیک ورهاخوا څلور ډلې په چوکاټ کښې په مهمو امنیتي مسائیلوغور کوي د ایران د اټومي دوسیې د حل لپاره یې د نوي ارادې خبره وکړه .
ټیګونه