میانمار کښې په معترضانو باندې شویو ډزو کښې مرګ ژوبله اوښتې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i96752-میانمار_کښې_په_معترضانو_باندې_شویو_ډزو_کښې_مرګ_ژوبله_اوښتې
په میانمار کښې د کودتا د مخالفانو په ځپنه کښې څو تنه مړه او ژوبل شوي دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 21, 2021 04:11 Asia/Kabul
  • میانمار کښې په معترضانو باندې شویو ډزو کښې مرګ ژوبله اوښتې

په میانمار کښې د کودتا د مخالفانو په ځپنه کښې څو تنه مړه او ژوبل شوي دي

په میانمار کښې د کودتا د مخالفانو په ځپنه کښې څو تنه مړه او ژوبل شوي دي

په رنګون ښار کښې دوه تنه مظاهره چیان د میانمار یا برما دپولیسو د ډزو له امله وژل شوي دي.

هم داشان په مانډالاي ښار کښې په مظاهره کونکو باندې د ډزو له امله دوه تنه معترضان زخمي شو.

د ویلو ده چې په میانمار کښې پوځیانو د روانۍ فرورۍ میاشتې په اوله نیټه د دغه هیواد په وروستیو انتخاباتو کښې د درغلۍ په پلمه د آنګ سان سوچي په مشرۍ د واکمن ګوند خلاف کودتا وکړه او هغه یې په خپل کور کښې نظربنده کړې ده.

کودتا کونکي پوځیان له معترضانو سره د مقابلې لپاره له زوره کار اخلي.