اروپايي اتحادیې د الحاقي پروټوکول د اجرا بندولو ته غبرګون وښود
اروپايي اتحاديې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د الحاقي پروټوکول د بندولو په لړ کښې د ایران د اسلامي شورا د مصوبې د اجرا لپاره د ایران پریکړې ته غبرګون ښودلې دی.
اروپايي اتحاديې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د الحاقي پروټوکول د بندولو په لړ کښې د ایران د اسلامي شورا د مصوبې د اجرا لپاره د ایران پریکړې ته غبرګون ښودلې دی.
اروپايي اتحادیې پرون په دغې خبرپاڼې کښې په ایټمي موافقې باندې پر خپلې ژمنتیا په ټینګار سره، په روان حساس پړاؤ کښې له دغې موافقې د ملاتړ دوام څرګند کړ.
په دغې خبرپاڼې کښې هم داشان د برجام د ساتنې او د هغې د بشپړې اجرا د ضمانت لپاره له نړیوالې ټولنې سره د ملګرتیا په دوام ټینګار شوی دی.
په داسې حال کښې چې ایران له دې مخکښې د برجامي ژمنو د نه پوره کولو او د بندیزونو د نه ختمولو په بڼه کښې اروپايي ټرائیکا ته خبرداری ورکړی و، اوس اروپايي اتحادیې د الحاقي پروټوکول په لړ کښې د ایران له فیصلې سخته اندیښنه ښودلې ده.