د حضرت زینب کبری(ع) د تلین په باب تسلیّت ومنئ
د تهران ریډیو درست کارونکي هم په دې مناسبت درستو مینه والو ته د زړه له کومې تسلیّت وائي
د رجب د میاشتې پنځلسمه نیټه د اسلام د ګران پيغمبر دیوې لمسۍ او د کربلا د حسینی پاڅون د بیرغوالې حضرت زینب کبری سلام ا....علیها د وفات له کلیزې سره سمون خوري چې په دې مناسبت د ایران اسلامی جمهوریت له پرون راهسې په ویر او غم کې ډوب دی او په دې مناسبت د ویر او ماتم دستورې جوړیږي .
حضرت زینب سلام ا.... علیها د خپل ورور بزرګوار حضرت امام حسین علیه السلام او دهغه دوفادارو ملګرو له شهادته وروسته د اهل بیت عصمت او طهارت علیهم السلام له کورنۍ سره یو ځاي په اسارت کې شام ته بوتلل شوه ،خو په همدغې اسیرۍ کې ئې په ولولناکو او منطقي خطبو سره د بني امیه ؤپست ، فسادګر ماهیّت نندارې ته وړاندې کړ . او دغه راز دکربلا له سپيڅلي پاڅون وروسته د حضرت امام حسین علیه السلام د حماسي پاڅون بیرغواله شوه او د امام بزرګوار د پاڅون فلسفه او موخې ئې د تل لپاره ژوندۍ کړې .
د تهران ریډیو درست کارونکي هم په دې مناسبت درستو مینه والو ته د زړه له کومې تسلیّت وائي