بایډن د لومړي لمبر امریکا آخري لمبر ته رسولې ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i97084-بایډن_د_لومړي_لمبر_امریکا_آخري_لمبر_ته_رسولې_ده
ټرمپ همداراز په ۲۰۲۲کال کې د کانګرس مینځ پړاوه انتخاباتو ته په اشارې سره ټينګار کړ ی ،جمهوری غواړي به په دغو انتخاباتو کې بریالي شي، او ممکنه ده د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې په ګډون سره به دوی ته یعني ډيموکراټانو ته ددریم ځل لپاره هم ماته ورکړم
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 01, 2021 08:54 Asia/Kabul
  •   بایډن د لومړي لمبر امریکا آخري لمبر ته رسولې ده

ټرمپ همداراز په ۲۰۲۲کال کې د کانګرس مینځ پړاوه انتخاباتو ته په اشارې سره ټينګار کړ ی ،جمهوری غواړي به په دغو انتخاباتو کې بریالي شي، او ممکنه ده د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې په ګډون سره به دوی ته یعني ډيموکراټانو ته ددریم ځل لپاره هم ماته ورکړم

فارس خبری آژانس راپور ورکړی ،  دامریکا له سپينې مانۍ شخړل شوي او کرغیړن پخواني ولسمشر ډونالډټرمپ  له سیاسي ډګره  له ورک کیدا  وروسته پخپلې لومړنۍ وینا کې  د جوزف بایډن یو میاشتنی پړاؤ  ددغه هیواد په اوسمهاله تاریخ کې  دیوه ولسمشر تر ټولو بد اوترینګلی پړاؤ بللی دی .

ډونالډټرمپ  د جمهوری غواړي ګوند  په غونډې  کې  مدعي شوی ،دبایډن  په یوه میاشتني لنډ وخت کې  ،لومړنۍ امریکا په وروستۍ امریکا بدله شوې ده .  

کرغیړن ټرمپ  دخپلې وینا په دوام کې ددې خبرې په کولو سره چې  دامریکائي  په توګه د مونږ هویّت  په خطرې کې دی ، په جمهوری غواړي ګوند کې ئې  خپلو پلویانو ته په خطاب کې وئيلي دي ، مونږ پخپلو کې  سره یو باؤر نه کونکی سفر پيل کړی دی  او  اوس  د متحده ایالاتو  د راتلونکي لپاهر  دیوې تاریخي مبارزې  په  مینځ کې یوو .

  دامریکا پخواني کرغیړن ولسمشر  همداراز ټینګار کړی، چې په امریکا کې  دیوه نوي ګوند په جوړولو پسې  نه دی او په جمهوري غواړي ګوند کې به پاتې شي .

Image Caption