په سوېډن کې ټروریستي برید شوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i97180-په_سوېډن_کې_ټروریستي_برید_شوی
د سوېډن پولیسو اعلان وکړ چي د دغه هیواد په وتلاندا ښار کې په یو ټروریستي برید کې ۸ تنه ملکي وګړي ژوبل شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 04, 2021 03:48 Asia/Kabul
  • په سوېډن کې ټروریستي برید شوی

د سوېډن پولیسو اعلان وکړ چي د دغه هیواد په وتلاندا ښار کې په یو ټروریستي برید کې ۸ تنه ملکي وګړي ژوبل شوي دي.

دغه برید د یو ۲۰ کلن ځوان له خوا شوی، بریدګر په چړې سره په خلګو برید کړی.

بریدګر د پولیسو له خوا ویشتل شوی دی خو ژوندی پاته شوی او په روغتون کې بستری دی.

تر دې دمه د برید لامل نه دی په داګه شوی.