امریکا دي په ټایوان کې له فوځي خوځښتونو څخه لاس واخلي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i97350-امریکا_دي_په_ټایوان_کې_له_فوځي_خوځښتونو_څخه_لاس_واخلي
د چین د بهرنیو چارو وزارت د امریکې له نوې ادارې څخه غوښتنه وکړه چي په ټایوان کې خپلو خوځښتونو ته د پاي ټکی کښېږدوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 08, 2021 03:56 Asia/Kabul
  • امریکا دي په ټایوان کې له فوځي خوځښتونو څخه لاس واخلي

د چین د بهرنیو چارو وزارت د امریکې له نوې ادارې څخه غوښتنه وکړه چي په ټایوان کې خپلو خوځښتونو ته د پاي ټکی کښېږدوي.


د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د یکشنبې په ورځ د بایډن په مشری د امریکا له نوي ادارې څخه غوښټنه وکړه چي د ټایوان په هکله د دې هیواد د مخکني ادارې د سیاستونو له دوام څخه لاس واخلي او ټایوان سره خپل واټن وساتي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر د ټایوان له خپلواکي ادارې څخه د ټرامپ د ملاتړ سیاست د اور سره د بازۍ په څېر وباله او له بایډن څخه غوښټنه وکړه چي له یاد سیاست څخه لاس په سر شي.

بیجینګ ټایوان د چین د خاوري یوه برخه ګڼي خو امریکا له ټایوان څخه په فوځي او اقتصادي ملاتړ سره دغه جزیره د چین په وړاندې لمسوي.