امریکایان د یمن د کړکیچ هوارې نه غواړي
د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت د کمیشن غړي ټینګار وکړ چې امریکایان د یمن د کړکیچ د هواري په تکل کښې نه دي بلکې غواړي چې د عربستان ستونزه هواره کړي.
د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت د کمیشن غړي ټینګار وکړ چې امریکایان د یمن د کړکیچ د هواري په تکل کښې نه دي بلکې غواړي چې د عربستان ستونزه هواره کړي.
جلیل رحیمي جهان آبادي وویل: سعودي عربستان د یمن په نامه یوې جبې کښې ګیر شوی دی او پر خلاف یې بریدونه زیات شوي دي، په دې وجه امریکا غواړي چې د اوربند په شان یوشمیر وړاندیزونو سره سعودیان وژغوري.
هغه زیاته کړه: د یمن ستونزره باید خپله د یمنیانو په لاس هواره شي.
دا په داسې حال کښې دي چې د یمن په چارو کښې د امریکې ځانګړي استازي تیموثي لینډرکنګ تیره جمعه په یوې خبري غونډې کښې ادعا وکړه چې په یمن کښې د اوربند لپاره یوه طرحه یې حوثیانو ته ورکړې ده.