له افغانستانه د بهرنیو عسکرو وتل اندیښمنونکي دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i97650-له_افغانستانه_د_بهرنیو_عسکرو_وتل_اندیښمنونکي_دي
د افغانستان پوځ په ځلونو وئيلي دي، دبهرنیو عسکرو له شتون پرته ، د دغه هیواد پوځ له طالبانو ، داعش او حقاني ترهه ګرو ډلوسره دمقابلې توان لري، نو ځکه ددغو ترهه ګرو بهرنیو پوځیانو شتون ته هیڅ ضرورت نه لري .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 15, 2021 09:39 Asia/Kabul
  • له افغانستانه د بهرنیو  عسکرو وتل  اندیښمنونکي دي

د افغانستان پوځ په ځلونو وئيلي دي، دبهرنیو عسکرو له شتون پرته ، د دغه هیواد پوځ له طالبانو ، داعش او حقاني ترهه ګرو ډلوسره دمقابلې توان لري، نو ځکه ددغو ترهه ګرو بهرنیو پوځیانو شتون ته هیڅ ضرورت نه لري .

 زمونږ خبریال د شفقناخبری آژانس له قوله راپور راکړ په سیمې کې (سنټکام) د  دیره  امریکائي ترهه ګرو پوځیانو قوماندان جنرال فرانک مک کنزي په یولړحیرانونکي څرګندونو کې مدعي شوی،له طالبانو ډلې سره له موافقې پرته  له افغانستانه دامریکائي پوځیانو وتل به ،  دافغانستان  حکومت  په  یوه اوږدۀ جنګ سره لاس او ګریوان کړي .

 د امریکائي ترهه ګر پوځ دغه لوړپوړي قوماندان وئيلي دي که امریکائي پوځیان له افغانستانه شاتګ وکړي ،او له طالبانو ډلې سره کومه موافقه ونه شي،نو دافغانستان حکومت به له طالبانو سره په سختې مبارزې کې ښکیل  شي .

 د  امریکائي ترهه ګر پوځ دغه قوماندان څرګندونې په داسې حال کې دي ، چې په قطر کې له طالبانو ډلې سره د امریکا په موافقې  کې واشنګټن ژمن شوی دی،چې په مئ میاشت کې له افغانستانه وځي  او دغه ډلې په کرتو خبرداری ورکړی،چې که واشنګټڼ پخپلو ژمنو عمل ونه کړي ،نو ډير سخت جنګ به پيل شي او امریکا به ئې اصلي عامله او لامل وي .

 بل ټکی دا چې د افغانستان پوځ په ځلونو وئيلي دي،د بهرنیوعسکرو له شتون پرته ،ددغه هیواد پوځ  له طالبانو،داعش او حقاني ترهه ګرو ډلوسره د مقابلې  توان لري، نو ځکه ددغو ترهه ګرو بهرنیو پوځیانو شتون ته هیڅ ضرورت نه لري .