په امریکا کې په اسیایي توکمو باندې مرګوني بریدونه
Mar 17, 2021 14:03 Asia/Kabul
امریکايي رسنۍ وايي، د جورجیا ایالت په اتلانتا ښار کې دریو بېلابېلو ځایونو کې د ډزو له امله د شپږو اسیايي ښځو په ګډون اته کسان وژل شوي دي.
دا په داسي حال کې دی چي په دې وروستیو کې د امریکا په مختلفو ایالتونو کې د تاوتریخوالو یوه څپه راروانه ده.
تېره اونۍ کې د امریکا ولسمشر بایډن په دغه هیواد کې د اسیایي توکمو په وړاندې تاوتریخوالې وغندلې.
د کارپوهانو په وېنا: امریکا کې توکم پالنه زیاته شوې او توکم پالي افراطي ډلي چې تر دې مخکې د ټرامپ د ادارې له خوا حمایه کېدل اوس د دې هیواد امنیت ګواښي.
ټیګونه