ویلّیم برنز د امریکا داستخباراتي ادارې سی آئي اې مشرمنصوب شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i97824-ویلّیم_برنز_د_امریکا_داستخباراتي_ادارې_سی_آئي_اې_مشرمنصوب_شو
ویلیم برنز د باراک اوباما دحکومت مرستیال خارجه وزیر هم پاتې شوی او په جنورۍ میاشت کې د جوبایډن له خوا د استخباراتي ادارې دمشر په توګه معرفی شوی ؤ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 19, 2021 12:15 Asia/Kabul
  • ویلّیم برنز د امریکا داستخباراتي ادارې سی آئي اې مشرمنصوب شو

ویلیم برنز د باراک اوباما دحکومت مرستیال خارجه وزیر هم پاتې شوی او په جنورۍ میاشت کې د جوبایډن له خوا د استخباراتي ادارې دمشر په توګه معرفی شوی ؤ .

سی این این ټيلیویژني چینل راپور ورکړی ، د امریکا مشرانو جرګې بیګا د امریکا د ولسمشر جوبایډن  له خوا ددغه هیواد داستخباراتي ادارې سی آئي اې  دمشرۍ لپاره د  ویلیّم برنز منصوبیدا منلې ده .

 له دې مخکې سناتور کروز  د نورډسټریم دوه نومې د ګیس پایپ لاین  د موضوع په اړه په جوبایډن په نیوکو سره  د هغه له خوا د معرفي شوي  ټاکنې په توګه دویلیّم برنز  له نامې سره  مخالفت کړی ؤ .  خو بلاخره  کله د برنز نامه وړاندې شوي ،نو له کوم اختلاف پرته د سی آئي اې  استخباراتي ادارې د مشر به توګه په مشرانو جرګې کې د هغه نامه تائيد شوې ده .

ویلیم برنز  د باراک اوباما  دحکومت مرستیال خارجه وزیر هم پاتې شوی  او په جنورۍ میاشت کې د جوبایډن له خوا د استخباراتي ادارې دمشر  په توګه  معرفی شوی ؤ .