ویلّیم برنز د امریکا داستخباراتي ادارې سی آئي اې مشرمنصوب شو
ویلیم برنز د باراک اوباما دحکومت مرستیال خارجه وزیر هم پاتې شوی او په جنورۍ میاشت کې د جوبایډن له خوا د استخباراتي ادارې دمشر په توګه معرفی شوی ؤ .
سی این این ټيلیویژني چینل راپور ورکړی ، د امریکا مشرانو جرګې بیګا د امریکا د ولسمشر جوبایډن له خوا ددغه هیواد داستخباراتي ادارې سی آئي اې دمشرۍ لپاره د ویلیّم برنز منصوبیدا منلې ده .
له دې مخکې سناتور کروز د نورډسټریم دوه نومې د ګیس پایپ لاین د موضوع په اړه په جوبایډن په نیوکو سره د هغه له خوا د معرفي شوي ټاکنې په توګه دویلیّم برنز له نامې سره مخالفت کړی ؤ . خو بلاخره کله د برنز نامه وړاندې شوي ،نو له کوم اختلاف پرته د سی آئي اې استخباراتي ادارې د مشر به توګه په مشرانو جرګې کې د هغه نامه تائيد شوې ده .
ویلیم برنز د باراک اوباما دحکومت مرستیال خارجه وزیر هم پاتې شوی او په جنورۍ میاشت کې د جوبایډن له خوا د استخباراتي ادارې دمشر په توګه معرفی شوی ؤ .