د امریکې د عفوني ناروغیو او الرجیو ملي اداره:
سپیوټنیک وي واکسن په بشپړه توګه معافیت رامینځ ته کوونکې ده
د امریکې د عفوني ناروغیو او د الرجیو د ملي ادارې مشر د کرونا په ضد د روسیې له خوا جوړ د سپیوټنیک وي واکسن اغېزمنتیا تائیده کړې ده.
د امریکې د عفوني ناروغیو او د الرجیو د ملي ادارې مشر انتونی فائوچی د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چي د روسي واکسن په اړه د تر لاسه شویو معلوماتو له مخې دغه واکسن کولایشي د کرونا په وړاندې په پوره توګه معافیت رامینځ ته کړي.
د روسیې سپیوټنیک وي واکسن د کرونا په ضد د نړۍ لومړی واکسن بلل کیږي.
روسیې په ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړیو میاشتو کې د یاد واکسن د جوړېدو خبر ورکړ چي له دریو میاشتو را په دې خوا د نړۍ په ۵۵ هیوادونو کې وېشل شوي دي.
د لنست طبي نړیوالي نشریې په دې وروستیو کې اعلان وکړ چي د روسیې واکسن د کرونا په ضد تر ټولو کامیابه او امن واکسن دی چي تر ۹۱ سلني زیات معافیت رامینځ ته کوي.
دا په داسي حال کې دی چي د برتانیې او سوېډن له لوري جوړ شوی د استرازنیکا واکسن ۷۱ سلني معافیت رامینځ ته کولایشي.
خو یاد واکسن په ځینو مواردو کې د وینو د لخته کېدو سبب ګرځېدلی چي د همدې امله په ځینو اروپایي هیوادونو کې پرې پابندۍ ولګېدلې.