امریکا دې له کوم شرط پرته ایټمي موافقې ته بیرته وګرځي
داپه داسې حال کې دي چې په همداوروستیو کې یو ځل بیا د چین او روسیې سره دامریکا اړیکې خړې پړې شوي او ددغو دواړو هیوادونو په ضد دامریکا ځيني یو اړخیز ا قدامات ددغو هیوادونو دغوسې دپاریدو لامل شوي دي .
زمونږخبریال راپور راکړ د چین او روسیې خارجه وزیرانو وانګ یی او سرګئ لاؤروف په ګډ خبري کنفرانس کې د ایران په ضد د یواړخیزو بندیزونو پر لغوه کیدا او جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته د امریکا د بیرته ستنیدا په ضرورت ټينګار کړی دی .
سی جي ټي این خبری سایټ هم راپور ورکړی ، د روسیې او چین دواړو لوړپوړو چارواکو پر مهمو سیمه ایزو او نړیوالو موضوعګانو په تیره بیه دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې په اړه سره مشورې او بحثونه کړي او په دآګه ئې وئيلي دي ،امریکا باید زرترزره او له کوم وارمخکې شرط پرته جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته بیرته ستنه شي او دا یران په ضد دې یو اړخیز بندیزونه هم لغوه کړي.
دوي همداراز د امریکا له اقداماتو سره په سخت مخالفت سره ددغه هیواد له سرزورویو او یواړخیزوالي سره پر مقابلې ټينګار کړی او وئيلي ئې دي ، چین او روسیه باید د امریاک د دباؤنو او ځپنو په وړاندې مقاومت وکړي او دګډو ګټو او دنړیوالو ملګرتیاؤ او ثبات دستنې لپاره دې ګډې هلې ځلې وکړي .
د روسیې خارجه وزیر په څلور ورځني سفر چین ته تللی دی .
داپه داسې حال کې دي چې په همداوروستیو کې یو ځل بیا د چین او روسیې سره دامریکا اړیکې خړې پړې شوي او ددغو دواړو هیوادونو په ضد دامریکا ځيني یو اړخیز ا قدامات ددغو هیوادونو دغوسې دپاریدو لامل شوي دي .