امریکا دې د ایران په ضد بندیزونه ختم کړي
وروستي راپورونه ښئ چې د امریکا خارجه وزیر آنتوني بلینکن په بروکسل کې د ناټو غړو هیوادونو دخارجه وزیرانو دغونډې ترڅنګ د اروپائي ټرائيکا له خارجه وزیرانو سره د ایران د ایټمي موضوع په اړه ځيني خبرې او مشورې هم کړي دي .
فارس خبری اژانس راپور ورکړ د چین د خارجه وزارت ویندوي ژا لی ژیون وئيلي دي ، دایران ایټمي موضوع په یوه حساس پړاؤ کې ده . سملاسي لومړیتوب دا دی چې امریکا دې بیرته جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته وګرځي او دایران په ضد دې درست بندیزونه هم ختم کړي او له دې سره په یووخت ایران هم خپلو ژمنو ته پابنده شي څو د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې دواړه لوري اصلي لارې ته وګرځي .
د چین دخارجه وزارت ویندوي هیله ښودلې ، د نړیوالې ایټمي موافقې درست لوري باید لازیات کار وکړي او ددغې نړیوالې موافقې د احیارء لپاره د لومړنیو ګامونو په سر سره موافقه وکړي .