د افغانستان دسولې په بهیر کې د ایران ګډون اړین دی
کابلوف دخپلو څرګندونو په یوې برخې کې د جوزف بایډن قدرت ته له رسیدا وروسته د افغانستان په باب د امریکا په سیاستونو بدلون نه راتلو ته په اشارې سر ه خبرداری و رکړی ، امریکا له طالبانو ډلې سره له افغانستانه د پوځي ځواک د ویستلو په باب دخبرواترو په حال کې ده او په زیات احتمال سره دخبرواترو موضوع، په دغه بهیر کې څو میاشتنی ځنډ دی .
مهر خبري آژانس راپور ورکړی ، دافغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پرون په یو لړ څرګندونو کې وئيلی دي ،هیله مند یوو ،ایرن ډير زر دافغانستان په باب دخبرواترو درې اړخیزه چوکاټ سره یو ځاي شي .
کابلوف دخپلو څرګندونو په یوې برخې کې د جوزف بایډن قدرت ته له رسیدا وروسته د افغانستان په باب د امریکا په سیاستونو بدلون نه راتلو ته په اشارې سر ه خبرداری و رکړی ، امریکا له طالبانو ډلې سره له افغانستانه د پوځي ځواک د ویستلو په باب دخبرواترو په حال کې ده او په زیات احتمال سره دخبرواترو موضوع، په دغه بهیر کې څو میاشتنی ځنډ دی .
د روسیې دغه ډيپلوماټ زیاته کړې ،که ا مریکا د دوحې د موافقې په اساس خپل عسکر دمي تر لومړۍ پورې له افغانستانه ونه باسي ، نو طالبان له دغې موضوع دموافقې دخلاف ورزۍ لپاره دیوې پلمې په توګه استفاده کوي .
د وئيلو ده د افغانستان دسولې غونډه تیره اونۍ د امریکا، پاکستان ،چین او روسیې د استازو او پلاؤ په ګډون سره او دغه راز د افغانستان دحکومت او طالبانو ډلې د استازو په شتون سره په ماسکو کې ترسره شوي او ټاکل شوې ده همدې ته ورته یوه بله غونډه هم په اپریل میاشت کې د ترکیې په استانبول کې ترسره شي .