د چین او امریکا داړیکوترینګلتیاوې په اوسنیو شرائطوکې خطرناکې دي
د واشنګټن او بیجینګ ترمینځ تاؤتریخوالی چې په وروستیو کلونو کې او د ډونالډټرمپ د ولسمشرۍ په کرغیړن پړاؤ کې لازیات شوی ، هماغه را ز دجوبایډن دحکومت واک ته په رسیدا سره هم دوام لري ، چې وئیل کیږی ، د امریکائي استعمار خوي ئې نندارې ته وړاندې کړی ، او که دغه بهیر دوام وکړي ،نو امریکا به په نړۍ کې له منزوي کړي .
زمونږخبریال راپورر اکړ د امریکا یوه پخواني غوره ډيپلوماټ هنری کسینجر وئيلي دي ، امریکا باید له چین سره د نوي نړیوال نظام په سر تفاهم ته ورسیږي ، څو دنړۍ ثبات تامین شي او که داسې نه وي ،نو له لومړي نړیوال جنګه دمخکې پړاؤ په څير له یوه خطرناک پړاؤ سره به مخامخ شو .
کسینجر وئيلي دي که وتوانیږو، له چین سره تفاهم ته ورسیږو ، نو په اورپا کې له لومړني نړیوال جنګه دمخکې په څير په وضعیّت کې به وو ،چې نښټې او اخ وډب همیشنه وي ،چې سملاسی حل شي ، البته بلاخره به په یوه ځاي کې له کنټروله وځي .
دغه پخواني مشهور امریکائي ډيپلوماټ وئيلی دي ، د چین په څير له سیال سره خبرې اترې به ، چې ډير زر به په ځينو حوزو کې لا لوي او پرمختللی شي ، د امریکا لپاره ګران کار وي او مسئله دا ده چې آیا چین به په راتلونکي کې نوی نظام هم ومني ؟