د حضرت امام مهدی (عج ) دنیکمرغه زوکړې مبارکي ومنئ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i98220-د_حضرت_امام_مهدی_(عج_)_دنیکمرغه_زوکړې_مبارکي_ومنئ
د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص ) د حضرت امام مهدی عج په اړه فرمایی چی مځکه به له ظلم او ستم ډکه شی ، نو زما له اهل بیتو به یو کس پاڅون وکړی او مځکه به له عدل ډکه کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 29, 2021 09:45 Asia/Kabul
  • د حضرت امام مهدی (عج ) دنیکمرغه زوکړې مبارکي ومنئ

د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص ) د حضرت امام مهدی عج په اړه فرمایی چی مځکه به له ظلم او ستم ډکه شی ، نو زما له اهل بیتو به یو کس پاڅون وکړی او مځکه به له عدل ډکه کړی .

نن د شعبان د میاشتې پنځلسمه نیټه د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) د یوه پاک لمسي حضرت امام مهدي عجل ا.. تعالی فرجه الشریف دنیکمرغه زوکړې کلیزه ده چې په دې مناسبت د ایران داسلامی جمهوریت په درستو ښارونو په تیره بیا  دحضرت امام رضا ،حضرت بې بی معصومه  علیهما السلام  په زیارتونو او دغه راز په مسجد جمکران کې په دې مناسبت د روغتیائي پروټوکولونو په اساس ځانګړي دستورې جوړې شوې  او ویناوالو د حضرت امام الزمان د سیرت او ځانګړنو په باب څرګندونې او خلکو هم  جشنونه جوړ کړل .

داپه داسې حال کې دي چې د پاکستان ، افغانستان ، هندوستان ،لبنان ، سورئې ،عراق  پشمول په زیاتره اسلامی   اولویدیځوهیوادونو کې هم په دې مناسبت ځانګړي دستورې  جوړې شوي دي .

د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص ) د حضرت امام مهدی عج په اړه فرمایی چی مځکه به له ظلم او ستم ډکه شی ، نو زما له اهل بیتو به یو کس پاڅون وکړی او مځکه به له عدل  ډکه کړی .

 د تهران راډیو درست کارکونکي هم په دې مناسبت د نړۍدرستو مسلمانانو ، ازادی غواړو په تیره  بیا تاسو خوږو مینه والو ته دزړه له کومې  مبارکي وائي