د حضرت امام مهدی (عج ) دنیکمرغه زوکړې مبارکي ومنئ
د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص ) د حضرت امام مهدی عج په اړه فرمایی چی مځکه به له ظلم او ستم ډکه شی ، نو زما له اهل بیتو به یو کس پاڅون وکړی او مځکه به له عدل ډکه کړی .
نن د شعبان د میاشتې پنځلسمه نیټه د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) د یوه پاک لمسي حضرت امام مهدي عجل ا.. تعالی فرجه الشریف دنیکمرغه زوکړې کلیزه ده چې په دې مناسبت د ایران داسلامی جمهوریت په درستو ښارونو په تیره بیا دحضرت امام رضا ،حضرت بې بی معصومه علیهما السلام په زیارتونو او دغه راز په مسجد جمکران کې په دې مناسبت د روغتیائي پروټوکولونو په اساس ځانګړي دستورې جوړې شوې او ویناوالو د حضرت امام الزمان د سیرت او ځانګړنو په باب څرګندونې او خلکو هم جشنونه جوړ کړل .
داپه داسې حال کې دي چې د پاکستان ، افغانستان ، هندوستان ،لبنان ، سورئې ،عراق پشمول په زیاتره اسلامی اولویدیځوهیوادونو کې هم په دې مناسبت ځانګړي دستورې جوړې شوي دي .
د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص ) د حضرت امام مهدی عج په اړه فرمایی چی مځکه به له ظلم او ستم ډکه شی ، نو زما له اهل بیتو به یو کس پاڅون وکړی او مځکه به له عدل ډکه کړی .
د تهران راډیو درست کارکونکي هم په دې مناسبت د نړۍدرستو مسلمانانو ، ازادی غواړو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته دزړه له کومې مبارکي وائي