روسیې د امریکا د عسکرو په نه وتلو اندیښنه وښودله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i98276-روسیې_د_امریکا_د_عسکرو_په_نه_وتلو_اندیښنه_وښودله
تسنیم خبري اژانس د سپوتینک خبري اژانس په قول وویل د افغانستان په چارو کښې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په تاجیکستان کښې د اسیا د زده د غونډې په څنګ کښې له افغانستان څخه د امریکا د عسکرو د نه ایستل کیدا د احتمال په هکله اندیښنه څرګنده کړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 30, 2021 10:58 Asia/Kabul
  • روسیې د امریکا د عسکرو په نه وتلو اندیښنه وښودله

تسنیم خبري اژانس د سپوتینک خبري اژانس په قول وویل د افغانستان په چارو کښې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په تاجیکستان کښې د اسیا د زده د غونډې په څنګ کښې له افغانستان څخه د امریکا د عسکرو د نه ایستل کیدا د احتمال په هکله اندیښنه څرګنده کړه .

هغه وویل روسیه د مي میاشتې تر لومړۍ(۱) نیټې پورې له افغانستان څخه د امریکا د عسکرو د نه وتل کیدا د پایلو په هکله اندیښمنه ده .

ضمیر کابلوف د امریکا د ولسمشر جوبایډن لومړیو څرګندونو په هکله خبرداریو او غبرګونونو ته په اشارې سره وویل دغه خبرداري له طالبانو ډلې  سره د امریکا د موافقې د نیغ په نیغه خلاف ورزۍ په هکله دي  او احتمالا جدي پایلې هم لري .

مخکې د امریکا ولسمشر جوبایډن په خپل  خبري کانفرنس کښې له طالبانو ډلې سره د قطر په موافقې کښې د لیکل شوي ژمنې پراساس له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ایستلو لپاره ټاکل شوی مهال ویش سخت کار وباله .

د امریکا خارجه وزیر انتوني بلینکن هم ټینګار کړی و مونږ په ناټو کښې له خپلو متحدانو سره یوځاې افغانستان ته ورغلو او له دوې سره په غږملتیا سره له دغه هیواد څخه وځو .

د تیر میلادي کال په فرورۍ میاشت کښې په قطر کښې  له طالبانو ډلې سره د امریکا د موافقې پراساس امریکا باید د مي د میاشتې تر لومړۍ(۱) نیټې پورې خپل ټول پوځیان له افغانستان څخه وباسي .

د افغانستان خلکو او چارواکو په ځلونو د امریکا په مشرۍ د خارجي عسکرو د ایستلو غوښتنه کړي ده .