ایران په یوه عملیاتي پروګرام کې کلتوري ملګرتیاؤ ته تیاردی
د افغانستان خارجه وزیر هم په سیمه ایزو موضوعګانو کې د درو واړو هیوادونو دګډو لیدتوګو په ارزښتمند بللو سره چمتووالی ښودلی څو د یوې واحدې علمیاتې لارې نقشې په اساس ، د دروو واړو هیوادنو اقتصادي ،کلتوري او سیاسی ملګرتیاوې تعقیب کړي .
ایرناخبری اژانس راپور ورکړی ،د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف په دوشنبې ښار کې د افغانستان او تاجیکستان له خارجه وزیرانو سره په درې اړخیزې ناستې کې په سیمې کې د ثبات او پيوستون په رامینځةکولو کې د درو واړو هیوادونو دملګرتیاؤ داهمیّت په بیانولو سره ، د یوه عملیاتي پروګرام په چوکاټ کې د کلتوري ملګرتیاؤ دپیلولو لپاهر د ایران چمتووالی اعلان کړ .
د تاجیکستان خارجه وزیر هم دایران دبډائ کلتور ته داحترام په کولو سره ، دایران ،تاجیکستان او افغانستان کلتوري مشترکات د یوې سیمه ایز ې غږمتلیا دلوړتیا مثال وبالۀ او دنوروز دلرغوني اختر ددستورو په یادولو سره ئې ، د درو واړو هیوادونو دمشترک پروګرامونو دتعریف کولو وړاندیز وکړ . د افغانستان خارجه وزیر هم په سیمه ایزو موضوعګانو کې د درو واړو هیوادونو دګډو لیدتوګو په ارزښتمند بللو سره چمتووالی ښودلی څو د یوې واحدې علمیاتې لارې نقشې په اساس ، د دروو واړو هیوادنو اقتصادي ،کلتوري او سیاسی ملګرتیاوې تعقیب کړي .