ّپه ویانا به د ځينو بندیزونود آسانولو په اړه بحث وکړو
د ایران مرستیال خارجه وزیرعباس عراقچي په ډاګه وئيلي دي ، له امریکائي استازو سره نه په مستقیم او نه هم په غیر مستقیم ډول تر هغه وخته هیڅ خبرې نه کیږي ،تر څو چې دوي خپلو ژمنو ته پابنده شوي نه وي او د ایران په ضد ئې دنړیوالې ایټمي موافقې د مادو په اساسا درست بندیزونه لغوه کړي نه وي .
فارس خبري آژانس راپور ورکړی،د امریکا دخارجه وزارت د ویندوي مرستیال جلینا پورټر د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په باب په یوې توجیهي ناستې کې خبریالانو ته وئيلي دي ، واشنګټن دایران په ضد د هیڅ یوه بندیز لغوه کول وړاندیز نه کوي او په ویانا کې په راتلونکي سه شنبې ورځې ناستې کې به یوازې د بندیزونو دآسانونکو ګامونو په باب بحث او ارزونې وشي .
د تیرې جمعې په ورځې د اروپائي اتحادئې دا ستازي په شتون سره د ایران او ۴+۱ډلې د مرستیال خارجه وزیرانو په سویه دویډیو ئي کنفرانس له لارې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د غړو ګډ کمیشن ناسته ترسره شوي او لورو موافقه کړې وه چې د راتلونکي سه شنبې په ورځې دغه خبرې اترې په حضوري ډول ترسره شي .
له دې وروسته ځينی خبرونه مطرح شول چې ټاکل شوې ده ، امریکایان هم دد ویانا په راتلونکي ناستې کې ګډون وکړي او بیګا هم ووئيل شول چې په ویانا کې په کیدونکي ناستې کې به د امریکا ئي پلاوي مشري د ایران په چارو کې د امریکاځانګړی استازی رابرټ مالي په غاړه ولري او له ایران پرته دنړیوالې ایټمي موافقې نورو لورو سره به ناسته وکړي . رابرټ مالي پي بی ایس ټيلیویژني چینل سره په خبرو کې هم وئيلي د ویانا په ناستې کې له شتونه د امریکا موخه دا ده چې امریکا نړیوالې ایټمي موافقې ته پابند کیدا ته دبیرته ستنیدا لپاره څه ګامونه پورته کولی شي او همداراز ایران باید په دې اړه څه ګامونه پورته کړي .
داپه داسې حال کې دي چې دایران مرستیال خارجه وزیر عباس عراقچي په ډاګه وئيلي دي ، له امریکائي استازو سره نه په مستقیم او نه هم په غیر مستقیم ډول تر هغه وخته هیڅ خبرې نه کیږي ،تر څو چې دوي خپلو ژمنو ته پابنده شوي نه وي او د ایران په ضد ئې دنړیوالې ایټمي موافقې د مادو په اساسا درست بندیزونه لغوه کړي نه وي .