پوتین تر ۲۰۳۶ کاله د ولسمشر پاتې کېدو قانون لاسلیک کړ
د روسیې د نوي اساسي قانون پر اساس، چې پرون (دوشنبه) ولادیمیر پوتین لاسلیک کړ، نوموړی به تر ۲۰۳۶ م کال پورې په واک کې پاتې شي.
د روسیې د نوي اساسي قانون پر اساس، چې پرون (دوشنبه) ولادیمیر پوتین لاسلیک کړ، نوموړی به تر ۲۰۳۶ م کال پورې په واک کې پاتې شي.
ولادیمیر پوتین له تېرو دوو لسیزو راهیسې د روسیې واکمن دی. دی ۶۸ کلن دی او د اوسني قانون پر اساس به تر ۸۳ کلنۍ پورې د روسیې ولسمشر وي.
په روسیه کې د ولسمشرۍ دوره شپږ کلنه ده.
په ۲۰۰۸ م کال د دې لپاره چې پوتین د روسیې د اساسي قانون پر اساس د درېیم ځل لپاره د ولسمشر کېدو اجازه نه لرله، ځان صدراعظم کړ خو واک یې تر خپل ولسمشر دیمیتري میدوېدیف ډېر و.
د روسیې د مخکیني اساسي قانون پر اساس، ښاغلي پوتین حق نه درلود چې د ۲۰۲۴ م کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ځان کاندید کړي خو تېر کال له یوې ټولپوښتنې وروسته د روسیې د انتخاباتو نوی قانون د دغه هیواد پارلمان تصویب کړ او اوس د دې پرېکړې پر اساس به پوتین تر ۲۰۳۶ م کال پورې د ولسمشرۍ پر چوکۍ ناست وي.
خو د پوتین منتقدان وايي چې ټولپوښتنه مصنوعي او د پوتین په لاس ترتیب شوې وه.
د انتخاباتو د نوي قانون پر اساس، پوتین حق لري چې دوې دورې نور هم، یعني د ۲۰۲۴ او ۲۰۳۰ کلونو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ځان کاندید کړي.