پاکستان او هندوستان جنګ کولای شي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i98700-پاکستان_او_هندوستان_جنګ_کولای_شي
زمونږ خبریال وايي د امریکا په استخباراتي راپور کښې په جنوبي اسیا کښې د ممکنه جنګ په هکله په خبرداري سره ویل شوي دي چې پاکستان او هندوستان په یوه (۱) اوږه جنګ کښې ښکیدلی شي خو دواړه هیوادونه دغه جنګ نه غواړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 10, 2021 01:23 Asia/Kabul
  • پاکستان او هندوستان جنګ کولای شي

زمونږ خبریال وايي د امریکا په استخباراتي راپور کښې په جنوبي اسیا کښې د ممکنه جنګ په هکله په خبرداري سره ویل شوي دي چې پاکستان او هندوستان په یوه (۱) اوږه جنګ کښې ښکیدلی شي خو دواړه هیوادونه دغه جنګ نه غواړي .

دغه خبره د امریکا د حکومت د ملي استخباراتي شوراپه ګلوبل ټرینډز راپور کښې چې په هرو څلورو (۴) کلونو کښې یو ځل خپروي شوي ده .

په دغه راپور کښې ویل شوي دي چې د پاکستان او د هندوستان بشپړه جنګ دومره تاوان رسولی شي چې اقتصادي او  سیاسي پایلې به یې تر کلونو پورې دوام ولري .

په دغه راپور کښې زیاته شوي ده چې راتلونکي کال په افغانستان کښې د امریکا ترسره کیدونکي اقدامات به په ټوله سیمه  په تیره بیا  پاکستان او هندوستان باندې زیات اغیزونه وکړي .

د امریکا په دغه استخباراتي راپور کښې ویل شوي دي دا یو(۱) حقیقت دی که چیرې په افغانستان کښې امنیتي خلا رامینځته کیږي نو په نتیجه کښې یې د طالبانو او د هغوې د مخالفینو ترمینځ کورنی جنګ  رامینځته کیږي او دغه راز د سیمې ترهګرې ډلې او دغه راز بهرنې ترهګرې ډلې افغانستان ته ورتللی شي .