میرمنې زیات میړونه بښې او که سړي ؟
زمونږ خبریال وايي د خپلې بې وفا ښځې یا د بې وفا خاوند د بښلو روده په سړیو کښې زیاته وي او که په ښځو کښې ؟
په یوه (۱) نوي تحقیق کښې کارپيژاندو دغه پوښتنې ته ځواب موندلی دی .
دغه نوی تحقیق د کاناډا د یوه (۱) انلاین شرکت ایشلی میډیسین لخوا واده شویو میرمنو او سړیو ته د بې وفایۍ د فرصتونو د برابرولو په وخت ترسره شوی دی .
په دغه نوي تحقیق کښې د ایشلی میډیسین انلاین شرکت له دریو زرو (۳۰۰۰) غړیو څخه پوښتنې وشوې او د هغوې له پوښتنو او ځوابونو کارپیژاندي دغه حیرانونکي نتیجې ته ورسیدل چې د ښځو په پرتله سړي خپلې بې وفا ښځې زیاتې معافوي .
دغه راپور زیاتوي کله چې د ایشلی میډیسین انلاین شرکت له غړیو څخه پوښتنه وشوه ایا دوې به خپلې میرمنې د بې وفایۍ په خاطر وبښي ؟ نو شپږ اتیا (۸۶) فیصدو سړیو وویل هو مونږ به خپلې میرمنې د بې وفایۍ کولو په خاطر وبښو .
خو په ښځو کښې دغه اندازه بیا دوه اتیا (۸۲) فیصده وه .
له دې مخکې به څو سړیو او ښځو خپلې میرمنې او خاوندان د بې وفایۍ کولو په خاطر بښلي وي ؟په دوې کښې د میرمنو شمیر له سړیو څخه زیات و .
د دغه پوښتنې په ځواب کښې شپږ اتیا (۸۶)فیصده میرمنو وویل چې زمونږ میړنو له مونږ سره بې وفایۍ کړي ده او مونږ د هغوې په لیدو سره هغوې معاف کړي دی .
په سړیو کښې دغه اندازه بیا اتیا (۸۰) فیصده وه .
د دغه نوي تحقیق د ترسره کونکي ډلې مشر او اروا پیژاندي لوسي بیئرز فورډ وویل کله چې د بې وفایۍ خبره مطرح شي نو سړي په دغه خبرې زیات تمرکز کوي چې له جسمي پلوه څه شوي دي .
خو ښځې بیا د دې په اپوټه فکر کوي او هغوې له کومې بلې میرمنې سره په اینټرنیټ باندې د خپلوخاوندانو د اړیکو ساتل یا ورسره ډوډۍ خوړل ډیر جدي ګڼي .