میرمنې زیات میړونه بښې او که سړي ؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i98866-میرمنې_زیات_میړونه_بښې_او_که_سړي
زمونږ خبریال وايي د خپلې بې وفا ښځې یا د بې وفا خاوند د بښلو روده په سړیو کښې زیاته وي او که په ښځو کښې ؟
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 13, 2021 12:01 Asia/Kabul
  • میرمنې زیات میړونه  بښې او که سړي ؟

زمونږ خبریال وايي د خپلې بې وفا ښځې یا د بې وفا خاوند د بښلو روده په سړیو کښې زیاته وي او که په ښځو کښې ؟

په یوه (۱) نوي تحقیق کښې کارپيژاندو دغه پوښتنې ته ځواب موندلی دی .

دغه نوی تحقیق د کاناډا د یوه (۱) انلاین شرکت ایشلی میډیسین لخوا واده شویو میرمنو او سړیو ته د بې وفایۍ د فرصتونو د برابرولو په وخت ترسره شوی دی .

په دغه نوي تحقیق کښې د ایشلی میډیسین انلاین شرکت له دریو زرو (۳۰۰۰) غړیو څخه پوښتنې وشوې او د هغوې له پوښتنو او ځوابونو کارپیژاندي دغه حیرانونکي نتیجې ته ورسیدل چې د ښځو په پرتله سړي خپلې بې وفا ښځې زیاتې معافوي .

دغه راپور زیاتوي کله چې د ایشلی میډیسین انلاین شرکت له غړیو څخه پوښتنه وشوه ایا دوې به خپلې میرمنې د بې وفایۍ په خاطر وبښي ؟ نو شپږ اتیا (۸۶) فیصدو سړیو وویل هو مونږ به خپلې میرمنې د بې وفایۍ کولو په خاطر وبښو .

خو په ښځو کښې دغه اندازه بیا  دوه اتیا (۸۲) فیصده وه  .

له دې مخکې به  څو سړیو او ښځو خپلې میرمنې او خاوندان د بې وفایۍ کولو په خاطر بښلي وي  ؟په دوې کښې د میرمنو شمیر له سړیو څخه زیات و .

د دغه پوښتنې په ځواب کښې شپږ اتیا (۸۶)فیصده میرمنو وویل چې زمونږ میړنو له مونږ  سره بې وفایۍ کړي ده او مونږ د هغوې په لیدو  سره هغوې معاف کړي دی .

په سړیو کښې دغه اندازه بیا اتیا (۸۰) فیصده وه .

د دغه نوي تحقیق د ترسره کونکي ډلې مشر او اروا پیژاندي لوسي بیئرز فورډ وویل کله چې د بې وفایۍ خبره مطرح شي نو سړي په دغه خبرې زیات تمرکز کوي چې له جسمي پلوه څه شوي دي .

خو ښځې بیا د دې په اپوټه فکر کوي او هغوې له کومې بلې میرمنې سره په اینټرنیټ باندې د خپلوخاوندانو د  اړیکو ساتل یا ورسره ډوډۍ خوړل ډیر جدي ګڼي .