ایران د یورانیمو شپیته فی صدي پخول بشپړ کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i98940-ایران_د_یورانیمو_شپیته_فی_صدي_پخول_بشپړ_کړي_دي
  دایټمي انرژۍ  دنړیوال آژانس  دغه اعلامیه  په داسې حال کې  خپره شوې ، چې  دیکشنبې په سهار وختي ،  دنطنز د یورانیمو دپخونې د تاسیساتو  دبریښنا  چینل  په یوې برخې کې  ورانکاره پيښه  شوې ده
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 15, 2021 03:09 Asia/Kabul
  •    ایران د یورانیمو شپیته فی صدي  پخول بشپړ کړي دي

  دایټمي انرژۍ  دنړیوال آژانس  دغه اعلامیه  په داسې حال کې  خپره شوې ، چې  دیکشنبې په سهار وختي ،  دنطنز د یورانیمو دپخونې د تاسیساتو  دبریښنا  چینل  په یوې برخې کې  ورانکاره پيښه  شوې ده

فارس خبري آژانس راپور ورکړی ، دایټمي انرژۍ نړیوال آژانس  بیګا  دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئيلي دي ، دایټمي انرژۍ   دنړیوال آژآنس پلټونکو دنطنز  ایټمي کمپلیکس تاسیساتو کتنه کړې او ایران  په نطنز ایټمي کمپلیکس کې  د یورانیمو د شپیته فی صدي پخولو  مقدمات تقریبا بشپړ کړي دي .

  په دغې اعلامیې کې راغلي دي  ایران نیّت لري ، دنظنز ایټمي سایټ ته نور یو زر  څلورویشت  نور آئي  آر -۱ ډوله  سنټرفیوژونه  ورزیاته کړي .

  دایټمي انرژۍ  دنړیوال آژانس  دغه اعلامیه  په داسې حال کې  خپره شوې ، چې  دیکشنبې په سهار وختي ،  دنطنز د یورانیمو دپخونې د تاسیساتو  دبریښنا  چینل  په یوې برخې کې  ورانکاره پيښه  شوې ده . 

 ا سرائيلي  رسندویو  دغه ورانکار اقدام  دصهیونیسټي رژيم بللی او ټينګار ئې کړی دی ،  دنطنز   دیورانیمو دپخونې  دتاسیساتو  دبریښنا  په چینل کې  خار پار ، دیوې سایبري حملې له لارې  ترسره شوی دی .

 له بل پلوه د  ایران مرستیال خارجه وزیر   او د ایټمي مرکچي ټيم  مشر  عباس عراقچي  چې په ویانا کې دایران او ۴+۱ډلې د غړو هیوادونو په شتون سره د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  دګډ کمیشن  په غونډې کې د ګډون لپاره  تللی ، وئیلي دي ،  اسلامی ایران د چارشنبې په ورځ  د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژآنس مشر ته په یوه لیک کې  اعلان کړی ، چې د ایران اسلامی جمهوریت  د یورانیمو د شپیته فی صدي  پخولو  کار پیلوي