ایران د یورانیمو شپیته فی صدي پخول بشپړ کړي دي
دایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس دغه اعلامیه په داسې حال کې خپره شوې ، چې دیکشنبې په سهار وختي ، دنطنز د یورانیمو دپخونې د تاسیساتو دبریښنا چینل په یوې برخې کې ورانکاره پيښه شوې ده
فارس خبري آژانس راپور ورکړی ، دایټمي انرژۍ نړیوال آژانس بیګا دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ، دایټمي انرژۍ دنړیوال آژآنس پلټونکو دنطنز ایټمي کمپلیکس تاسیساتو کتنه کړې او ایران په نطنز ایټمي کمپلیکس کې د یورانیمو د شپیته فی صدي پخولو مقدمات تقریبا بشپړ کړي دي .
په دغې اعلامیې کې راغلي دي ایران نیّت لري ، دنظنز ایټمي سایټ ته نور یو زر څلورویشت نور آئي آر -۱ ډوله سنټرفیوژونه ورزیاته کړي .
دایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس دغه اعلامیه په داسې حال کې خپره شوې ، چې دیکشنبې په سهار وختي ، دنطنز د یورانیمو دپخونې د تاسیساتو دبریښنا چینل په یوې برخې کې ورانکاره پيښه شوې ده .
ا سرائيلي رسندویو دغه ورانکار اقدام دصهیونیسټي رژيم بللی او ټينګار ئې کړی دی ، دنطنز دیورانیمو دپخونې دتاسیساتو دبریښنا په چینل کې خار پار ، دیوې سایبري حملې له لارې ترسره شوی دی .
له بل پلوه د ایران مرستیال خارجه وزیر او د ایټمي مرکچي ټيم مشر عباس عراقچي چې په ویانا کې دایران او ۴+۱ډلې د غړو هیوادونو په شتون سره د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې دګډ کمیشن په غونډې کې د ګډون لپاره تللی ، وئیلي دي ، اسلامی ایران د چارشنبې په ورځ د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژآنس مشر ته په یوه لیک کې اعلان کړی ، چې د ایران اسلامی جمهوریت د یورانیمو د شپیته فی صدي پخولو کار پیلوي