کورونا ویروس د امریکا د ښاریزو وژلې ته دوام ورکړی
فارس خبري اژانس وايي په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په امریکا کښې کورونا ویروس نور نهه سوه(۹۰۰) کسان مړه کړل .
د کورونا ناروغۍ د کنټرولولو لپاره د امریکا د حکومت له پلانونو او په پراخ ډول واکسینونو لګولو سره سره په دغه هیواد کښې په کورونا ویروس د ککړو کسانو شمیر هماغه راز په زیاتیدا دی .
د ورلډ میټرز اینټرنیټ پاڼې د راپور پراساس په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په ټوله امریکا کښې په مجموعي ډول شپیته زره او درې سوه اولس (۶۰۳۱۷)نور کسان په کورونا ویروس ککړ شوي دي .
پر دې اساس په امریکا کښې په یوه (۱) ورځ کښې اته سوه درې اتیا (۸۸۳) کسان د کورنا ناروغۍ له کبله مړه شول .
په امریکا کښې په کورونا ویروس د ککړو کسانوشمیر دوه دیرش پینځه لکه شپږدیرش زره اوڅلورسوه اویا (۳۲۵۳۶۴۷۰) او د مړو کسانو شمیر هم پینځه لکه دوه اتیا زره او څلور سوه شپږپنځوس (۵۸۲۴۵۶) تنه دی .