کورونا ویروس د امریکا د ښاریزو وژلې ته دوام ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i99240-کورونا_ویروس_د_امریکا_د_ښاریزو_وژلې_ته_دوام_ورکړی
فارس خبري اژانس وايي په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په امریکا کښې کورونا ویروس نور نهه سوه(۹۰۰) کسان مړه کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 21, 2021 06:17 Asia/Kabul
  • کورونا ویروس د امریکا د ښاریزو وژلې ته دوام ورکړی

فارس خبري اژانس وايي په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په امریکا کښې کورونا ویروس نور نهه سوه(۹۰۰) کسان مړه کړل .

د کورونا ناروغۍ د کنټرولولو لپاره د امریکا د  حکومت له پلانونو او په پراخ ډول واکسینونو لګولو سره سره په دغه هیواد کښې  په کورونا ویروس د ککړو کسانو شمیر هماغه راز په زیاتیدا دی .

د ورلډ میټرز اینټرنیټ پاڼې د راپور پراساس په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په ټوله امریکا کښې په مجموعي ډول شپیته زره او درې سوه اولس (۶۰۳۱۷)نور کسان په کورونا ویروس ککړ شوي دي .

پر دې اساس په امریکا کښې په یوه (۱) ورځ کښې اته سوه درې اتیا (۸۸۳) کسان د کورنا ناروغۍ له کبله مړه شول .

په امریکا کښې په کورونا ویروس د ککړو کسانوشمیر دوه دیرش پینځه لکه شپږدیرش زره اوڅلورسوه اویا (۳۲۵۳۶۴۷۰) او د مړو کسانو شمیر هم پینځه لکه دوه اتیا زره او څلور سوه شپږپنځوس (۵۸۲۴۵۶) تنه دی .