د انرجۍ د انتقال لیکې، د اقتصاد او سیاست ګډوله-۴
https://parstoday.ir/ps/news/world-i99284-د_انرجۍ_د_انتقال_لیکې_د_اقتصاد_او_سیاست_ګډوله_۴
د تاپي د ګیس د انتقال په پایپ لاین کښې د افغانستان او پاکستان اقتصادي او سیاسي انګیزې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 21, 2021 11:38 Asia/Kabul
  • د انرجۍ د انتقال لیکې، د اقتصاد او سیاست ګډوله-۴

د تاپي د ګیس د انتقال په پایپ لاین کښې د افغانستان او پاکستان اقتصادي او سیاسي انګیزې

د انرجۍ د انتقال لیکې، د اقتصاد او سیاست ګډوله تر عنوان لاندې لړۍ له یوې بلې لیکنې سره ستاسو په خدمت کښې یو. په تیرو پروګرامونو کښې مو د تاپي د ګیس پایپ لاین د جوړولو د طرحې په هکله خبرې وکړې او په کښې مو د دغې نل لیکې د مبدا هیواد یعنې ترکمنستان سیاسي او اقتصادي ملاحظاتو ته یوه کتنه وکړه. په دې نني پروګرام کښې د دغې نل لیکې د لارې د دوو هیوادونو یعنې افغانستان او پاکستان د اقتصادي او سیاسي انګیزو په هکله غږیږو.

*/*/*/*/*/*

تاپي د سیمې په هغو لږ شمیر پروژو کښې شامله ده چې د افغانستان لپاره یې هم یوه مهمه ځانګړتیا تعریف کړې ده. افغانستان د دغه هیواد له لارې د یادې نل لیکې د تیریدو له عوارضو څخه د میلیونونو ډالرو د ترلاسه کولو او هم داشان د اشتغال او کار کسب د زیاتیدو فکر کوي. له دې نه علاوه افغانستان له دې لارې کوې شي د خپلې اړتیا وړ ګیس تامین کړي.

د افغانستان د حکومت د وخت د معدنونو او تیلو وزیر داوود شاه صبا د ۲۰۱۸ کال په فرورۍ کښې د تاپي د ګیس پایپ لاین د غزیدو د عملیاتو د پیلیدو په غونډه کښې دغه پروژه د افغانستان د بنسټریزو جوړښتونو د پروژو پیلامه وبلله. هغه وویل: افغانستان ته د بیل شوي ګیس یوه برخه به په هرات کښې د بریښنا د تولید لپاره استعمال شي او د یوې شوې موافقې له مخې افغانستان خپل اضافي ګیس پلورلې هم شي. هم داشان د تاپي په لاره کښې له ترکمنستان څخه پاکستان ته د بریښنا د انتقال لاین هم جوړیږي. افغانستان هیله من دی چې د تاپي د پایپ لاین بشپړه اجرا د دغه هیواد اقتصاد د سیمې او له هم داشان له سیمې بهر اقتصاد سره وتړي.

د تاپي د موافقې د لاسلیکیدو په دستورو کښې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني څرګندونې هم د دې بیانونکې دي. هغه هیله ښودلې وه چې افغانستان له دې سره په یو وخت چې د ترکمنستان ګیس پاکستان او هندوستان ته ټرانزټ کوي، هیواد یې د چین لپاره هم په یوې ټرانزټي لارې بدلیږي.

*/*/*/*/*/*/

په دې حال کښې هغه جدي اندیښنې چې د افغانستان د امنیتي حالاتو په هکله مطرح کیږي، د تاپي د پایپ لاین په اجرا کښې د دغه هیواد د حکومت مهمې ننګونې ګڼل کیږي. د مثال په توګه د هلمند ناامنه ولایت له هغو سیمو څخه دی چې د تاپي د ګیس نل لیکه به ترې تیریږي. په افغانستان کښې د تاپي د پایپ لاین راتلونکي تر ډیره حده له طالبانو سره د اشرف غني د حکومت د صلحې د مذاکراتو له بهیر سره غوټه خوړلې ده.

طالبانو په دودیزه توګه ښودلې ده که چیرې د انرجۍ د انتقال له لیکو خپله سیاسي او اقتصادي ونډه ترلاسه نه کړي نو ورسره به مخالفت وکړي. په ایران کښې د تیلو او انرجۍ د چارو کارپوه حسین رحیمي د تاپي په پروژه کښې د طالبانو د رول په هکله باوري دی چې طالبان د تاپي پروژې ته د ملي پروژې په سترګه ګوري او ورڅخه د ملا رسول څانګې د طالبانو د ملاتړ اعلان ښودنه کوي چې تاپي په دغه هیواد کښې د همپالنې فرصت رامینځته کوی شي.

په دې وجه که د افغانستان حکومت وتوانیږي له طالبانو سره د صلحې د پیچلو او سختو مذاکراتو بهیر د ملاعمر له مړینې وروسته  د دغې ډلې کورنیو اختلافاتو او هم د پاکستان ملاحظاتو او لاسوهنو ته په پام سره پرمخ بوځي نو د تاپي د لیکې د امنیت د تامینیدو هیله کیدې شي. خو په طالبانو کښې اختلاف او ډلې ډلې کیدل په هره برخه کښې له دغې ډلې سره د موافقې د مخې یو ستر خنډ دی. په دې ستونزه کښې باید په افغانستان کښې د داعش شتون او نفوذ هم ورزیات کړو چې له طالبانو سره هر ډول احتمالي موافقه بې اغیزې کوې شي. له طالبانو سره مذاکره چې د تاپي د امنیت د تامینولو لپاره مطرح شوې حل لاره معرفي شوې ده، له ځینو نورو خنډونو سره هم مخامخ ده.     

که څه هم ټاکل شوې چې د تاپي پایپ لاین د تیریدو د لارې د هیوادونو ترمینځ یو ډول اقتصادي پیوستون رامینځته شي خو کله کله د افغانستان او پاکستان په اړیکو کښې په شخړه جوړونکي عامل بدل شوی دی. په هغو کښې یوه د دغې لیکې له جوړولو سره د موافقې د جلبولو لپاره له طالبانو سره د مذاکرې موضوع ده. د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف ویلي چې پاکستان به په طالبانو باندې له خپل نفوذ څخه د تاپي د امنیت د تامینولو لپاره ګټه پورته کړي.

له بلې خوا د افغانستان حکومت د یوې بیانیې په صادرولو سره دغه څرګندونې د افغانستان په چارو کښې غیرمسئولانه لاسوهنه وبلله او هغه یې وغندلې او ویې ویل چې له تاپي د طالبانو د ملاتړ جلبولو باید د افغانستان د حکومت په مشرۍ د سیاسي موافقې یوه برخه وي، نه د پاکستان او طالبانو ترمینځ یوه معامله.

د کابل د زیاتره چارواکو له نظره په حقیقت کښې له افغانستانه د تاپي د پایپ لاین تیریدل او پاکستان او هندوستان ته یې رسیدل به په افغانستان کښې په منفي رول لوبونه کښې د پاکستان د انګیزې د کمیدو لامل شي. په دې منځومان کښې کابل تمه لري د تاپي پروژه هیوادونه د هغوي د ګټو په لړ کښې، په افغانستان کښې له یو بل سره د مقابلې پر ځاې، د زغم سیاست ته وهڅوي.

پاکستان د تاپي د ګیس پایپ لاین د لارې دریم هیواد دی. دغه تقریباً ۲۰۰ میلیون تنه نفوس لرونکی هیواد د انرجۍ د تامینولو له ستونزې سره مخامخ دی. د دغه هیواد زیاتره کلي او ښارونه هره ورځ د څو ساعتونو لپاره د بریښنا د بندیدو یا لوډشیډنګ ستونزه لري. د هغو ترڅنګ د صنعتونو او کارخانو لپاره د ګیس غوښتنه هم ورځ په ورځ زیاتیږي. د پاکستان د اقتصاد د وزارت رپورټ وايي چې له ۲۰۰۹ میلادي کال وروسته د ګیس کورنې تولید د هیواد داخلي اړتیاوې نه پوره کوي او هر کال د داخلي تولید او د ګیس د مصرفي اړتیاؤ ترمینځ واټن په زیاتیدو دی. دا شان چې تمه کیږي تر ۲۰۲۵ کاله پورې پاکستان کابو د ۲۹۰ میلیون مکعب میټره ګیس له استعمال سره مخ شي کوم چې د دغه هیواد د ګیس د کورني تولید تقریباً درې چنده دی.

په دې وجه په باکستان کښې د تولیدي ګیس کمه اندازه د صلحې د پایپ لاین له لارې د ایران په شمول له خپلو ګاونډیوانو څخه او د تاپي د پایپ لاین په ذریعه له ترکمنستانه د ګیس تامینولو ته د دغه هیواد د علاقې سبب شوې ده.

په ۲۰۱۵ کال کې  د پاکستان د هغه وخت د وزیراعظم نواز شریف څرګندونې د پاکستان لپاره د تاپي د پایپ لاین د اهمیت بیانونکې دي. هغه وویل: پاکستان د تاپي پایپ لاین ته د ډیر ارزښت قایل دی او د هغه په ترسره کیدو ژمن دی. هغه زیاته کړه چې د دغې پروژې په بشپړیدو سره به پاکستان دا تون ولري چې د ترکمنستان له ګیسه ګټه پورته کړي او د انرجۍ په برخه کښې د خپل هیواد په کړکی به غلبه وکړي.

خو سره له دې د پاکستان حکومت د تاپي د پایپ لاین پروژې د عملیاتي کولو لپاره له یولړ ستونزو او ننګونو سره هم مخامخ دی. په پاکستان کښې د دغې نل لیکې زیاتره برخه له بلوچستان صوبې تیریږي او دا هغه سیمه ده چې بیلتون غواړي بلوڅانو په کښې د طبیعي ګیس په شمول تل د ملي سرچینو د ناعادلانه ویش په پلمه د مرکزي حکومت خلاف ګډوډي جوړوي. د پاکستن پوځ په دغې سیمې کښې د مخالفانو د ځپلو لپاره ګڼ عملیات کړي دي. خو له دې سره سره د بلوچستان صوبې د بیلتون غواړو د تحرکاتو اندیښنه او ویره په بشپړه توګه نه ده ختمه شوې، هغوي د ۲۰۱۵ کال د دسمبر په ۳۰ نیټه د چین او پاکستان د اقتصادي کوریډور د لویدیځې برخې افتتاح د بلوچستان صوبې د غاړې ته کولو لپاره د نواز شریف له خوا یو اقدام وباله. په هم دې وجه نوازشریف په افغانستان کښې  تاپي پروژې په افتتاحیه مراسمو کښې په خپله وینا کښې ویلي وو: مونږ باوري یو چې بلوچستان په هغو ټولو زیرمو کښې ډیر حق لري چې په دغې صوبې کښې کشف شوې دي. په حقیقت کښې د نواز شریف دغه څرګندونې د تاپي د طرحې د اجرا لپاره د بلوچستان صوبې د اوسیدونکو د رضایت ترلاسه کولو لپاره وې.

د پاکستان د حکومت مخې ته پرته دویمه ستره ستونزه او ننوګنه د طالبانو د خرابونکو فعالیتونو له امله رامینځته کیدونکي ګواښونه دي. په دې هکله د پاکستان د وخت دفاع وزیر خواجه محمد آصف هم د ۲۰۱۵ کال په دسمبر کښې ویلي وو چې د افغانستان په خاوره کښې د تاپي د نل لیکې امنیت ته پیښې اندیښنې باید ختمې کړې شي او په دې لړ کښې له طالبانو سره خبرې اترې هم شوې دي.

خو د ملا عمر له مړینې وروسته د طالبانو د ویشل کیدو او د افغاني او پاکستاني طالبانو ترمینځ ځیني اختلافات ځانته یو ډول ستونزې جوړویږ په تیره بیا د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنیځ د صلحې د خبرواترو نامعلوم بهیر هم سبب شوی چې د پاکستان حکومت او پوځ د طالبانو د ګواښونو په وړاندې د تاپي د نل لیکې د امنیت د ضمانت په لړ کښې ډیره سخته لاره په مخکښې ولري.

د تاپي د لارې په دریمې برخې یعنې د پاکستان په خاوره کښې یوه بله ستونزره د تاپي له مقصد یعنې هندوستان سره د دغه هیواد اختلافات دي. په دغو لرغونو او دودیزو اختلافاتو کښې د کشمیر مهمه موضوع شامله ده چې په سره یې له ۲۰۱۶ کال څخه اختلافات لازیات شوي دی.

له بلې خوا د ډیورنډ کرښې په سر له افغانستان سره د پاکستان اختلافات هم ستونزه لازیاتوي. هم داشان د پایپ لاین د پروژو لپاره د کریډیټ د تامینولو په لړ کښې د پاکستان کمزورې مالي موقعیت هم کار سخت کړی دی.

*/*/*/*/*/*