د انګلستان حکومت ډیر قرضدار شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i99358-د_انګلستان_حکومت_ډیر_قرضدار_شوی_دی
د بریتانیا د ملي شمیرنو د دفتر نوی راپور وايي چې د کورونا ویروس له کبله د روان میلادي کال په مارچ میاشت کښې د لندن د حکومت پورونه له دوهم (۲) نړیوال جنګ وروسته ترټولو لوړ حد ته رسیدلي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 23, 2021 11:31 Asia/Kabul
  • د انګلستان حکومت ډیر قرضدار شوی دی

د بریتانیا د ملي شمیرنو د دفتر نوی راپور وايي چې د کورونا ویروس له کبله د روان میلادي کال په مارچ میاشت کښې د لندن د حکومت پورونه له دوهم (۲) نړیوال جنګ وروسته ترټولو لوړ حد ته رسیدلي دي .

ایرنا خبري اژانس د بریتانیا د ملي شمیرنې د دفتر د راپور پراساس وویل د لندن د حکومت پورونه د روان میلادي کال په مارچ میاشت کښې څلرویشت (۲۴) اعشاریه درې (۳) میلیارډه سټرلینګ پونډو ته  رسیدلي دي  .

په روان میلادي کال کښې د بریتانیا د حکومت د پورونو ټولګه درې سوه درې (۳۰۳) اعشاریه یو میلیارډه سټرلینګ پونډو ته رسیدلي ده چې د دغه هیواد د داخلي ناخالص تولید څوارلس (۱۴)اعشاریه پینځه (۵)فیصده کیږي او د بریتانیا دغه پوروړي کیدل په تیرو څلوراویا (۷۴) کلونو کښې ساری نه دی لرلی .

د بریتانیا د ملي شمیرنې دفتر ویلي دي د لندن د حکومت پوروړي کیدل په داسې حال کښې په زیاتیدا دي چې دغه هیواد په تیر میلادي کال کښې اوه پنځوس (۵۷) میلیارډه سټرلینګ پونډه د بودجې خساره لرله .

له تیر میلادي کال راهسې کورونا ویروس د بریتانیا اقتصاد ته سخت تاوانونه رسولي دي او د بریتانیا د ملي شمیرنې د دفتر نوي راپورونه وايي چې د لندن اقتصاد په تیره میلادي کال کښې په تیرو درې سوو (۳۰۰) کلونو کښې ترټولو زیات تاوان لیدلی  دی .