د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i99530-د_تهران_او_کابل_ځینی_نننۍ_ورځپاڼې
 د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دې هیلې سره چې په  خپلو دعاګانو او عبادتونو کې مونږ هم په یاد لرئ ،په پيل کې درته د تهران او ورپسې هم که چیرې وخت ؤ نو ځینی نوره نړیولې  ورځپاڼې به هم  درسره شریکې کړو ،نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 27, 2021 08:28 Asia/Kabul
  • د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې

 د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دې هیلې سره چې په  خپلو دعاګانو او عبادتونو کې مونږ هم په یاد لرئ ،په پيل کې درته د تهران او ورپسې هم که چیرې وخت ؤ نو ځینی نوره نړیولې  ورځپاڼې به هم  درسره شریکې کړو ،نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ .

  دا هم د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلی دي ،د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحاني  وئيلي دي،انتخابات د هیواد لپاره برخلیک ټاکون:ي دي او باید د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې   ګډون   ولس خپله اصلي دنده وګڼي .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،  دایران  د روغتیائي چارو د وزیر سعید نمکي په شتون سره د د کیوبا د فینلا انیسټيټیوټ  او پاستور  شرکت د  ګډ کرونائي واکسن د انساني آزموینې دریمه مرحله  پيل شوې .

   ډيلی میررّ  ایشوا کړې انګریز لومړي وزیریوریس جانسن په یوه سربداله پيغام کې وئيلی دي ،نور فرنطینه شونه ګټه نه لري ، پریږدئ  چې مړي انبار شي.البته ځینو انګریز چارواکو په دې پسې دغه  ایشواکیدنه دروغ بللې ده.

 په قدس کې بیا مقاومت نتیجه ورکړې  او وحشي صهیونیسټان له االاقصی جوماته یرغله  شاتګ کړی او روژتي  مسلمانو فلسطینیانو په واټونو کې جشنونه جوړ کړل .

 ورځپاڼه بیا مخکې لیکي ، یوه صهیونیسټي شناندي بار شالوم  د ډيموناایټمي تاسیساتو په شاوخوا کې د  توغندي په لګیدنې پسې  چې  په نړۍ کې ئې ډير زیات انعکاس درلودلی ،  روښانه کړې ده ،  تل ابیب دم ګړۍ  د دمشق د توغندیو د حملو په اړه اندیښمن نه دی، بلکې  د یمن د دقیقو ډرونز الوتکو او د په شیشت په دقیق ډول د لګیدونکو توغندیو لیګیدنه یوه داسې خپسکه ده چې  همدااوس ئې  سعودیان ستړي  کړي دي  او مونږ د خپل لمبر راتلو په ا ړه اندیښمن یوو.

د سورئې پوځ  په الحسکه او دیرالزور ولایتون کې د تکفیری جنایتکارو په پټنځایونو په حملو سره په لسګونو جنایتکارو ته مرګ ژوبلې اړولي او د دوي زیات شمیر ستر پوځي تجهیزات ئې هم تباه کړي دي .

               داهم د تهران چاپ ابرار ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې  نن لیکلي دي ، دایران داسلامی جمهوریت  خارجه وزیر محمد  جواد ظریف  وظیلي دي ، هیله مند یوو چې په نزدې راتلونکي کې  به امریکا پخپلو ژمنو په بشپړ عمل کولو سره بیرته جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته ستنه شي .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، دکرملین ماڼۍ  داطلاعاتو  دفتر دیوې خبرتیا په خپرولو سره وئیلی دي ،  د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او  دامریکا  ولسمشر جوزف بایډن  په اوړي کې  سره لیده کاته کوي .

 د ایران د اسلامي  انقلاب  دسپاه پاسدارانو عمومي قوماندان سردار حسین سلامي وحشي صهیونیسټي رژیم ته په ګواښ سره  روښانه کړې ده ،  ایران به  د صهیونیسټانو  هر ورانکار  اقدام  لاپیاوړی غبرګون وښئ .

 ورځپاڼې په دوام  کې زیاته کړې ، په افغانستان کې د امریکائي او ناټو ځواک د قوماندان دفتر په یوې خبرتیا کې وئيلی دي په کندهار کې د  درو پوځي مرکزونو  او هوائي ډګر  کنټرول به  د افغانستان حکومتي ځواک ته وسپاري .

د سپينې ماڼۍ ویندوئ جن ساکي وئيلي دي  د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په اړه  په فیصلې به  له اسرائيلو سره د تعلقاتو له امله هیڅ  اغیزې ونشي .

 دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې  د روژې دمبارکې میاشتې  په شپو ورځو کې هم  د افغان ځواک او وسلوالو طالبانو ترمینځ په اخت وډب کې  هر ه ورځ د لسګونو کسانو وینه تويیږي .  داپه داسې حال کې دي چې  طالبانو ډلې  د روژې په مبارکې میاشتې کې د  جنګ جګړو د دریدا  هرډول غوښتنې  او د اوربند منل رد کړي دي او په ډاګه ئې وئيلي دي ، په روژې کې دجنګ لازیات ثواب دی .

په هندوستان کې  کرونائي بحران  په دغه هیوادکې پوځ دې ته اړ کړی څو په بشپړ ډول تیارسی شي او  د کرونائي بحران د کنټرولولو لپاره له حکومت سره مرسته وکړي .

دا هم د تهران چاپ  جام جم آنلاین  ورځپاڼه ده چې په  خپل انټرنیټي سایټ کې لیکلی دي ، د ایران دا سلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده په  عراق کې له امریکائي  چارواکو سره د ایران د خارجه وزیر د لیدو کاتو ګونګوسه رد کړې او وئيلي ئې دي ، جواد ظریف هیڅ یوه امریکائي چارواکي سره لیده کاته نه دي کړي .

 ورځپاڼه بیا لیکي ،  د امریکا د وسلو د کنټرولونکي موسیسې  مشر رابرټ کیمبل  وئیلي دي ، امریکا   د نورو په ضد د بندیز دحق په ساتلو پسې ده .

د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر حسن روحاني  د اقتصادي فعالانو په ټول کې پخپلې وینا کې وئيلي دي ، په ویانا کې د ایران او ۴+۱ډلې د  استازو ترمینځ  دوو اړخیزو او څو اړخیزو لیدوکاتو ښودلې چې  ایران په دغو خبرواترو کې یو برلاسه قدرت دی  او د ډونالډټرمپ  داقتصادي ترهه ګرۍ موخه  چې د  هیواد دړې وړې کیدا او د نظام نسکورول وو،  په بشپړ ناکامه شوې ده .

د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو عمومی قوماندان سردار حسین سلامي  وئیلي دي ،د صهیونیسټانو په ضد وروستۍ پیښې  ممکنه ده تکرار،بلکې لا پراخې شي .

د ایران د اسلامی جمهوریت  د کورنیو چارو وزیر  عبدالرضا رحمانی فضلی د ایران د روغتیائي چارو وزیر سعید نمکي ته په یوه لیک کې  د دغه وزارت په غوښتنې سره  هندوستان او پاکستان سره د مسافري الوتونو او سرحدونو بندولو ته په اشارې سره  روښاته کړې ده ، د هیواد په ختیځي پولې کې له هندي ویروس سره  دمقابلې لپاره دې روغتیائي او درملیزپلان  وړاندې کړي.

 د  سعودي عربستان په القطیف خیتیځي سیمې کې د آل سعود رژيم امنیتی مامورانو د ځاي اوسیدونکو یو بل جومات  هم شهید کړی دی  او وئیلي ئې دي ، چې دغه جومات دلارې په سر جوړ شوی ؤ .

د قطر رسمي خبري آژانس راپور ورکړی،دسعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز  د قطر  امیر  ته ریاض ته د سفر بلنه ورکړې او  شیخ تمیم  بن حمد آل ثاني دغه بلنه پرون ترلاسه کړې ده او په دې اړه ئې لا فیصله نه ده کړې .

Image Caption

 

                اوس هم راګرځو د کابل چاپ ځينو نننیو ورځپاڼو ته  چې له انټرنیټه  مو راخستي اوله تاسو سره ئې هم شریکې کوو، البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو  ورځپاڼو خپل دریځونه دي .

د کابل چاپ  ځينو نننیو ورځپاڼو په بېلابېلو موضوعګانو، د حکومت په نوېو ګمارنو، د طالب بندیانو په ممکنه خلاصون او د کرونا د درېیمې څپې په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

هشت صبح لیکلي، اوسنی حکومت یو توافقي حکومت دی چې  اشرف غني او عبدا... عبدا...ترمینځ د سیاسي هوکړې د لاسلیک پر بنسټ رامینځته شوی.

په سرمقاله کې راغلي، اشرف غني د حکومت له پیله تر اوسه سیاسي هوکړه تر پښو لاندې کړې او د ګمارنو په ګډون ټولې مهمې او لویې پرېکړې په خپل سر او په غیاب کې کوي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر افغان ولسمشر ته په استولي لیک کې ټینګار کړی چې په افغانستان پورې اړوند په ټولو لویو پرېکړو کې باید له اغېز لرونکي سیاسي مشرانو او رهبرانو سره سلا مشورې وکړي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، اوس چې نړیوال ځواکونه له افغانستانه وځي، افغانان خپل راتلونکي ته اندېښمن دي، نو په داسې کړکېچن حالت کې له بل هر وخت زیات یووالی اړین دی، په کار ده چې په زغرده یووالي ته کار وشي، څو ټول افغانان د مالکیت احساس وکړي.

                   ملي ارمان لیکلي، وروسته له دې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو تازه نېټه اعلان شوې، طالبانو دا نېټه د دوحې له پرېکړې سرغړونه  بللې او په غبرګون کې ئې د استانبول په ناسته کې د نه ګډون پرېکړه  کړ ې.

په سرمقاله کې راغلي، اوس-اوس امریکا په پاکستان دباؤ اچولی  چې طالبان استانبول ناسته کې ګډون ته وهڅوي، خو طالبانو په ناسته کې د ګډون لپاره له تور نوملړه د دوی د مشرانو د نومونو ایستل او د ۷ زره طالب بندیانو د خلاصون شرطونه وړاندې کړي.

په سرمقاله کې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامدکرزي ته د نږدې کس کریم خرم له قوله ویل شوي چې ښاغلي غني امریکا ته ډاډ ورکړی چې ۷ زره طالب بندیان به خوشي کړي .

د لیکوال په اند، که دا خبر رښتیا وي، نو امریکا له طالبانو سره د پردې ترشاه لاس یو کړی چې د افغان حکومت چارواکي ورڅخه بې خبره دي اوس به ولیدل شي چې د دغو طالب بندیانو په خلاصون سره افغانان څه امتیاز ترلاسه کوي؟

د سرمقالې په پای کې راغلي، که خلاصېدونکي طالب بندیانو یو ځل بیا د جګړو لیکو ته ستانه شي، نو معنی به یې دا وي چې امریکا یو ځل بیا طالبان واک ته رسوي.

 

 

 

=           مسیر بیا په افغانستان کې د کرونا د درېیمې څپې د مخنیوي په تړاو د حکومت په بې پروائۍ نیوکه کړې او لیکلي ئې دي چې دغه څپه په شدت سره د افغانانو ژوند ګواښي.

لیکوال سپارښتنه کوي، حکومت دې د کرونا د مخنیوي د تدابیرو لپاره افغانستان ته پروازونه بند کړي، که دا کار شونی نه وي، نو له بهره راتلونکي کسان باید د کرونا ټېسټ ولري او یا هم افغانستان ته له راتګ سره سم باید کرونا ټېسټ وکړي او تر ممکنه بریده تر جدي څار لاندې ونیول شي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، اوس وېره ده چې د حکومت بې پروائي به د دې لامل شي چې دریمه څپه افغانستان ته راشي او چارواکي به یې بیا دلته د مخنیوي لپاره ناکامې هڅې کوي، ښارونه به بندوي او خلک به له نورو سترو اقتصادي ستونزو او لوږې سره مخ کړي.