په امریکاکې په ډزو کې پنځه کسان وژل شوي دي
ددغې پیښئې بیلابیل دلیلونه وړاندې شوي ، خو په امریکا کې دعامو خلکو له خوا د وسلو ګرځول ددغه شان پیښو تر ټولو اصلي او څرګند عوامل بلل شوي دي .
فارس خبری آژانس راپور ورکړی ، د امریکا په شمالی کارولینا ایالت کې په ډزو کې د دوو پولیسو په شمول پنځه کسان وژل شوي او یو شمیر نور هم ټپیان شوي دي .
راپور ښئ دډژو عامل له دې مخکې چې په ټوپک سره خودکشي وکړي ، خپله مور ، پلار او دوه پولیس په ټکه وژلي دي .
هغه له دغه اقدام وروسته له پولیسو سره مقابله کړې او له پولیسو سره د ډزو دغه مقابله ئې تر دیارلسو ساعتونو پورې اوږده شوې چې له دې وروسته ئې پخپله پخپل ټوپک سره ځان وژلی دی .
ددغې پیښئې بیلابیل دلیلونه وړاندې شوي ، خو په امریکا کې دعامو خلکو له خوا د وسلو ګرځول ددغه شان پیښو تر ټولو اصلي او څرګند عوامل بلل شوي دي .
سره له دې چې په امریکا کې د وسلو ګرځول آزاد دي ، هره ورځ په درست هیواد کې په ډزو کې د لسګونو کسانو وینه بهول کیږی چې زیاتره ئې مرګوني دي ، په کال کې په درستې امریکا کې د ګرمو وسلو په وسیله د لسګونو زره کسانو ژوند پاي ته رسیږي او د ا د امریکا ولس دی چې ددغه شان جنایتونو قرباني کیږي او حکومتي لوری په دې اړه د کوم قانون جوړونې په لاره کې پاتې راغلی دی .