افغانستان کښې د امریکا جنګ او نیواکګرۍ ماتي خوړلي ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i99998-افغانستان_کښې_د_امریکا_جنګ_او_نیواکګرۍ_ماتي_خوړلي_ده
اسپوتنیک خبري اژانس وايي د روسیې د فیډراسیون شورا د اطلاعاتو د سیاست د جوړونې د کمیسیون مشر الیکسي پوشکوف ټینګار وکړ په افغانستان کښې د امریکا جنګ او نیواکګرۍ ماتي خوړلي ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 08, 2021 01:05 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د امریکا جنګ او نیواکګرۍ ماتي خوړلي ده

اسپوتنیک خبري اژانس وايي د روسیې د فیډراسیون شورا د اطلاعاتو د سیاست د جوړونې د کمیسیون مشر الیکسي پوشکوف ټینګار وکړ په افغانستان کښې د امریکا جنګ او نیواکګرۍ ماتي خوړلي ده .

هغه له افغانستانه د امریکا د عسکرو وتلو ته په اشارې سره وویل واشنګټن په افغانستان کښې په شل (۲۰) کلن جنګ کښې ماتي خوړلي ده .

د روسیې د پوځي مسائیلو نامتو کارپيژاند کنستانین سیوکوف هم تیره اونۍ وویل له افغانستانه د امریکا د عسکرو وتل د دغه هیواد په ترټولو اوږد جنګ کښې د واشنګټن د ماتي بیانونکي ده .

هغه وویل امریکا په تیرو شلو (۲۰) کلونو کښې ونه توانیدله چې په افغانستان کښې خپلو هدفونو ته ورسیږي .