افغانستان کښې د امریکا جنګ او نیواکګرۍ ماتي خوړلي ده
May 08, 2021 01:05 Asia/Kabul
اسپوتنیک خبري اژانس وايي د روسیې د فیډراسیون شورا د اطلاعاتو د سیاست د جوړونې د کمیسیون مشر الیکسي پوشکوف ټینګار وکړ په افغانستان کښې د امریکا جنګ او نیواکګرۍ ماتي خوړلي ده .
هغه له افغانستانه د امریکا د عسکرو وتلو ته په اشارې سره وویل واشنګټن په افغانستان کښې په شل (۲۰) کلن جنګ کښې ماتي خوړلي ده .
د روسیې د پوځي مسائیلو نامتو کارپيژاند کنستانین سیوکوف هم تیره اونۍ وویل له افغانستانه د امریکا د عسکرو وتل د دغه هیواد په ترټولو اوږد جنګ کښې د واشنګټن د ماتي بیانونکي ده .
هغه وویل امریکا په تیرو شلو (۲۰) کلونو کښې ونه توانیدله چې په افغانستان کښې خپلو هدفونو ته ورسیږي .
ټیګونه