-
په امریکا کښې پینځه کسان ووژل شول .
Jun 29, 2018 08:02زمونږ خبریال وایی دامریکا په میری لینډ ایالت کښې د کیپیټل ګزټ(Capital Gazette) ورځپاڼې په دفتر کښې په ډزو کښې تراوسه پینځه(۵) کسان وژل شوی او یوشمیر نور ژوبل شوی دی . دامریکا پولیسو دغه یو هدفمن بریدلی بللی .
-
امریکادبشری حقوقو په زمینې کې ترټولومنزوی هیواد دی
Jun 28, 2018 23:36جواد لاریجانی ټینګار کړی ، د دوه ګوڼو معیارونو شتون ، په نړۍ کې د بشری حقوقو دخلاف ورزۍ یو خنډ دی او په غزې تړانګې او نورو سیمو کې د صهونیسټ رژیم تیری او دیمن دمظلوم ولس په ضد بې آمانه حملې او په ا فغانستان کې تیری ، له دوه ګوڼو سټنډرډونو څخه په استفادې سره دبشری حقوقو دخلاف ورزیو ښکاره مثالونه دی .
-
دامریکاخلک دخپلومشرانو له بې عدالتیو ستړی شوی دی
Jun 28, 2018 23:16دایران خارجه وزیر په دې په ټینګار سره چې په همداوروستیو شپو ورځو کې څوک باید په درستې ا مریکا کې داعتراضونو په دوام حیران نشی ، روښانه کړې ، دامریکا ولس ، دخپل هیواد له چارواکو غواړی دامریکا شتمنۍ د متحده ایالتونو دخلکو د رواؤ اړتیاؤ لپاره خرڅ کړی څو د نړۍ په ترټولو شتمن هیواد کې څلویښت میلیون امریکایان د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند ونه کړی .
-
د چنګاښ د اومې نیټې ورځپاڼې
Jun 28, 2018 08:05د تهران راډیو مینه والو دا دی یوځل بیا مو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام برابر کړی دی. په دې پروګرام کښې له معمول سره سم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریکوو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
-
دکاناډا ښاریز 24 ښځې کړی دی
Jun 28, 2018 03:26زمونږ خبریال وایی د کاناډا یو (۱)ښاریز وینسټن بلیک مور(Winston Blackmore) څلورویشت(۲۴) ښځې او یوسل نهه څلویښت(۱۴۹) بچیان لری .
-
امریکا باید دګرم هیواد په توګه وپیژندل شی
Jun 28, 2018 02:01په ملګروملتونو کښې دایران دائمی نمایندګۍ د اټومی موافقې په اړه د امنیت شورا له غونډې وروسته په یوې(۱) بیانیې کښې په دې خبرې ټینګار سره چې له اټومی تړون په وتلو کښې د واشنګټن یواړخیزه او غیرقانونی اقدام د امنیت شورا د۲۲۳۱ پریکړه لیک ته دامریکا د ښکاره ناپاې بندۍ او د ژمنو ستره خلاف ورزۍ ده ووی
-
بندیزونه له ایران څخه دچین دتیلو په اخیستلو اغیز نلری
Jun 28, 2018 01:44زمونږ خبریال وایی دنړۍ دتیلو ترټولو ستر شرکت وویل دایران پرضد دامریکا بندیزونه به له ایران څخه دچین د تیلو په وارداتو هیڅ اغیز ونلری .
-
امریکا له هند وغوښتل له ایرانه تیل مخه اخلی
Jun 28, 2018 01:40زمونږ خبریال وایی په ملګروملتونو کښې د امریکا استازی میرمن نیکې هیلې(Nikki Haley) دتهران پرضد د دباونو د زیاتولو په هدف سره په هندوستان غږ وکړ له ایران څخه دتیلو واردول بند کاندی .
-
امریکا د ایران په اړه له اروپا سره مشوره کوی
Jun 28, 2018 00:52زمونږ خبریال وایی دامریکا دباندنیو چارو وزیر مائک پمپئو(Mike Pompeo) پرون په مشرانو جرګې سینا کښې وویل راتلونکی اونۍ به په بروکسل کښې داروپا له خارجه وزیرانو سره کتنه وکړی چې دایران له اسلامی جمهوریت سره د مقابلې لپاره د لارې د موندلو په اړه ورسره سلامشوره وکړی .
-
فرانسه او انګلستان داټومی تړون ساتل غواړی
Jun 28, 2018 00:44زمونږ خبریال وایی په ملګروملتونو کښې د فرانسې استازی فرانسوا دولاتر (François Delattre) پرون د اټومی موافقې په اړه د امنیت شورا په غونډې کښې وویل له اټومی تړونه دامریکا له وتلو سره سره دغه تړون په خپل ځاې پاتې دی او دواشنګټن فیصله باید داټومی تړون په اجرا هیڅ اغیز ونه شیندی .