Oct 12, 2021 14:24 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کښې ۱۴۰۰-۰۷-۱۷

په تېره هفته کښې د دواړو هېوادونو ډېرو مهمو خبرونواو بدلونونو ته يوه کتنه وکړوو او بیا څو رپوټونه ستاسو په خدمت کښې وړاندې کړوو نو ښه ده پام ورته وکړئ.

د افغانستان په قندوز ښار کښې د شيعه مسلمانانو په جومات کښې د جُمعې د نمانځۀ په مراسمو د داعش ترهه ګرې ډلې حمله، د ماسکو په غونډه کښې د ګډون لپاره  طالبانو ته د روسيې بلنه، له بهرنيو مرستو څخه د نه اوزاري استفادې لپاره له نړيوالې ټولنې څخه د طالبانو غوښتنه،په افغانستان کښې د داعش د نه جدي خطروالي په باره کښې د طالبانو دريځ، د افغانستان د طالبانو په حکومت کښې نوي انتصابونه، د افغانستان په مدرسو کښې د جينکو د تعليم د نه منعې کولو اعلان، د طالب ډلې لخوا په افغانستان کښې د داعش په خلاف عمليات، د طالبانو د حکومت په رسميت پېژندلو لپاره د پاکستان د وزيراعظم غوښتنه، د سيمې د اقتصادو په طرحو کښې د افغانستان د برخې اخېستلو لپاره د پاکستان پروګرام او د امريکې په امپريالېسټي سياستونو باندې د عمران خان نيوکه په تېره هفته کښې د افغانستان او پاکستان ځينې ډېر مهم خبرونه او بدلونونه وو.

د پاکستان وزيراعظم په افغانستان کښې د امريکې امپريالېسټي سياستونه په دغه هېواد کښې د بحران اصل سبب وبلۀ.

عمران خان وويل، له هم هغې ابتداء راهسې زمونږ نظر دا ؤ چې د افغانستان موضوع فوځي حل لاره نه لري خو له يوې خوا د امريکې له تکبر او امپريالېسټۍ سره مل نظر  او له بلې خوا د افغانستان له حالاتو د هغې بې خبري د اوسنيو حالاتو سبب دي.

د پاکستان وزيراعظم زياته کړه، د امريکې په لاسو د افغانستان له فوځي قبضې وروسته په دغه هېواد کښې د  وينو نهرونه روان شول او له هغه وروسته هم طالبانو راڅرګند شول.

عمران خان واضحه کړ چې د کابل له نيولو نه وروسته مونږ له طالب ډلې سره د دغې دلې په رسميت پېژندلو لپاره صلاح مشورې وکړې خو په داسې صورت کښې چې ټول ګاونډيان د دې کار لپاره اجماع ولري نو لا زيات تاثير به وکړي.

په افغانستان کښې د غميزې او بحران په رامنځته کولو کښې د امريکې د امپريالېسټي کردار د رول په باره کښې د عمران خان وېنا په تېرو دوو لسيزو کښې په دغه هېواد کښې د سپينې ماڼۍ د کاکردګۍد څېړنې او شننې اصلي بنياد دے.

امريکې په افغانستان کښې د ډېموکرېسۍ په ټينګښت او له ترهه ګرۍ او نشه ايزو توکو سره په مبارزه کښې د خپلې ادعا په اپوټه په دغه هېواد کښې د امپريالېسټۍ تګلارې د عملي کولو او د يو اړخيزو سياستونو د غوره کولو په وجه دافغانستان د تقريباً شل کلنې قبضې په دوران کښې په دغه هېواد کښې له ماتې نه بغېر هيڅ کاميابي ونه لرله.

افغان ولس هم د امريکې د تخريبي سياستونو په وجه د افغانستان له ملي امنيت او ګټو سره په څرګند تضاد وو په وروستيو دوو لسيزو کښې ډېر زيات تاوانونه وزغمل او له بده مرغه د افغانستان زياتره زېر بناوې له تندلاريتوب سره په مقابله کښې چې محوريت يې فوځي اوزار ؤ په خپلو ناکامو پروګرامونو باندې د سپينې ماڼۍ د ټينګار په وجه له منځه لاړې.

د داعش، د خشخاشو د کر او نشه ايزو موادو څوبرابروالي، او د طالبانو په خلاف په حملو کښې د زرګونو عامه بې ګناه افغانانود قتل عام په شمول د تندلاريتوله له نويو ډولونو سره د دغه هېواد د خلقو مخامخېدنه او د ترهه ګرۍ پراختيا د افغانستان د دوو لسيزو له قبضې نه پس د امريکې ميراث ؤ.

امريکه د افغانستان د قبضې په نولسم کال کښې دې نتيجې ته اورسېده چې د زور په اوزار او له فوځي پالېسۍ څخه په استفادې سره طالب ډله تسليمېدو او د جنګ ختمولو ته نه شي مجبورولې او بالاخره د ۲۰۲۰ کال په فرورۍ کښې د قطر په دوحه کښې يې له طالب ډلې سره د صلحې موافقه ليک لاسليک کړ چې په افغانستان کښې له ترهه ګرۍ سره په جنګ کښې له ناکامۍ او ماتې څخه له تقريباً دوو لسيزو وروسته ځان وژغوري.

له افغانستانه په غېر ذمه دارانه او ناڅاپه وتلو کښې د امريکې فېصله د دې سبب شوه چې په دغه هېواد کښې د مخکيني افغان ولسمشر محمد اشرف غني ټول حکومت د تېر اګست په ۱۵ نېټه د طالب ډلې په لاسو نسکور شي او دغه ډله په کابل تسلط پېدا کړي.

په اوسنيو حالاتو کښې طالبان په افغانستان کښې د  چارو واګې په لاسو کښې لري، پاکستان په افغانستان کښې د نوي حکومت په توګه د دغې ډلې په رسميت پېژندلو لپاره د مختلفو هېوادونود مثبت نظر د جلبولو په لټه کښې دے.

د پاکستان د چارواکو له نظره طالبان د افغانستان يو نوے حقيقت دے چې پکار دے نړيواله ټولنه د دغې ډلې په رسمي توګه منلو سره دې په دغه هېواد کښې په تدريجي توګه د حالاتو د ښۀ کېدو له بهير او د حالاتو له پائېداره کېدو سره مرسته وکړي.

په دې وروستيو کښې هم عمران خان په يوه وېنا کښې وويل، امريکه به ډېر زره مجبوره شي چې طالبان په رسمي توګه ومني چې دا موضوع له طالبانو سره تعلقاتو ته د نورو هېوادونو په هڅولو کښې د اسلام آباد د سياست ښودنه کوي.

اسلام آباد د پاکستان او چين له اقتصادي کورېډور سي پېک سره د افغانستان د يوځاے کولو لپاره له طالبانو سره د خبرو اترو په حال کښې دے.

په افغانستان کښې د پاکستان سفير منصور احمدخان سيمه ايز اتباطات د پاکستاني چارواکو او طالب مشرانو ترمېنځ د بحث وړ مواردو څخه وبلل.

د پاکستان سفير د پاکستان او چين د اقتصادي کورېډور پروژه د افغانستان ، پاکستان، جنوبي اېشيا او مېنځنۍ اېشيا ترمېنځ د انرجۍ انتقال او د زېر بناو د جوړېد لپاره ګټوره وبلله.

دغه پاکستاني ډېپلومېټ وويل: امنيتي مسائل او اقتصادي پراختيا هم د طالبانو، پاکستان، روسيه او چين په خبرو اترو کښې له مطرح شويو مهمو مسائلو څخه وو او دي.

پاکستان چې له امريکې سره د وابستګۍ او د هغې د دباونو د کمولو لپاره له چين سره د سټراټيجکې ملګرتيا او شراکت په لار کښې قدم اېښودے دے کوشش کوي له نورو هېوادونو سره د اسلام آباد ګډو منصوبو ته د افغانستان په داخلولو سره په عملي توګه له دغه هېواد سره په ګډو اقتصادي پروژو باندې يو ډول مديريت په اختيار کښې واخلي.

په سيمه ايزو منصوبو کښې د افغانستان د راګډولو لپاره د پاکستان پروګرام البته د طالبانو له هرکلي سره هم مخامخ شوے دے.

د طالبانو حکومتي چارواکي پوهيږي چې د بهرنيو ملګرتياو او له پولو وراخوا دتعلقاتو د جدي والي محدودېدل د حکومتدارۍ په ډګر کښې د دغې ډلې په رسميت نه پېژندلو له مهمو نتائجو څخه دي چې دا مسئله کولې شي د افغانستان د ضرورتونو په پوره کولو بندې چې پکار دے له سيمه ايزو يا نړيوالو بازارونوڅخه ترسره شي منفي تاثير کوي.

په همدې وجه چې د طالبانو حکومت له هر ډول داسې وړانديز څخه چې د سيمه ايزې اقتصادي ملګرتيا او په دې زمينه کښې د سټراټيجک شراکت د رامنځته کېدو د فضاء د خلاصېدو سبب شي هرکلے کوي او دا چاره په افغانستان کښې د دغې ډلې د حکومت په رسميت نه پېژندلو لپاره د نورو هېوادونو د ټينګار د احتمالي نتائجو کم اثر کولو لپاره يو فرصت بولي.

په داسې حالاتو کښې پاکستان له طالب ډلې سره د سياسي نزدېکتونو او له افغانستان سره د ګاونډيتوب په وجه د راتلونکو ملګرتيا په تېره بيا په مختلفو اقتصادي ډګرونو کښې د طالبانو د خوښې وړومبنے انتخاب دے چې وکړې شي د اقتصادي تنګسو په وجه له عمومي ناراضګۍ او اعتراض نه بغېر په دغه هېواد کښې د خپل حاکميت عملي کول مخ په وړاندې بوځي.

په قندوز کښې د جمعې د ورځې په ترهه ګريزه چاودنه کښې له سلو زيات نمونځګزاري شهيدان او دوو سوو نه زيات ههم ژوبل شول. دغه چاوندنه  د دغه ولايت د خان آباد په سيمه کښې د شيعه مسلمانانو په جومات کښې رامنځته شوه او داعش ترهه ګرې ډلې يې ذمه واري په غاړه واخېسته.

دغه چاودنه له دې وروسته رامنځته شوه چې طالب ډلې ادعا وکړه چې داعش ترهه ګره ډله د افغانستان لپاره څه جدي ګواښ نه دے او ډېر زر به وځپلې شي.

که څه هم د طالبانو له نظره دغه ترهه ګره ډله د طالبانو لپاره څه ګواښ نه دے خو دغه دغه ډله دهشتناکه او د افغانستان د خلقو په تېره بيا د مذهبي اقليتونو لپاره يو جدي ګواښ دے چې په افغانستان کښې مذهبي جنګونو ته د لمن په وهلو سره فعاليت کوي.

 د افغانستان د مسائلو کارپېژاندے مولوي نعيم الحق په دې باوري دے چې داعش ترهه ګره ډله يوه بهرنۍ ښکارنده ده چې د افغان ولس د مشکلاتو د رامنځته کولو په هدف سره فعاليت کوي او دغه ډله د افغان ولس ترمېنځ د تفرقې رامنځته کولو لپاره يوه فتنه او دسيسه ده.

له داعش نه علاوه چې د قندوز د جومات د خونړۍ چاودنې ذمه واري په غاړه اخېستې ده دې ځينې طالب غړي چې له امريکې سره د سازباز او روغې جوړې مخالف وو هم  له دغې ډلې جدا شوي دي کېدې شي په افغانستان کښې د خونړيو تاوتريخوالو د رامنځته کولو له عواملو څخه وي. همدا د محمد اشرف غني د حکومت استخباراتي کسان  هم کېدې شي د حکومتي چارو په چلولو او د امنيت په ټينګښت کښې د بې وسه ښودلو په خاطر د طالب ډلې موقعيت ته د ګوزار ورکولو لپاره د خونړيو چاودنو اقدام کوي.نو له دې امله طالبان د افغانستان د خلقو د امنيت د ټينګولو لپاره له سختو حالاتو سره مخامخ دي.

د سياسي مسائلو کارپېژاندے تميم باحث وائي:

د افغان ولس مخالفان چې د ترهه ګريزو اقداماتو په لټه کښې دي نه غواړي چې د دغه هېواد خلق امنيت ولري. هغوي ته په سيمه ايزو او نړيواله سطح کښې مختلفو ملاتړونه حاصل دي او په مذهبي مرکزونو کښې چاودنې مذهبي تاوتريخوالو ته د لمن د وهلو په هدف سره ترسره کوي.

په هر حال طالب ډله چې په افغانستان کښې د اقتدار واګې يې په لاسو کښې نيولې دي د دغه هېواد د خلقو په تېره بيا د مذهبي اقليتونو د امنيت د ټينګولو له ذمه وارۍ سره مخامخ دي او پکار نه دي يوې ملېشې وسله والې ډلې له نظره د افغان ولس مخالفې او وسله والې ډلې وجاجوي

 

ټیګونه