د افغانستان هیډروپولټیک
د امریکا په وسیله د افغانستان د نیواک په پړاو کې ایران ته د هیرمند د اوبو د ورتګ د کمیدا په اړه باید تینګار وکړو چی دغه موضوع د ورښتونو له کمیدا سره نیغ په نیغه ارتباط نه درلوده بلکې له تهرانه د کابل د هغه وخت د حکومتونو په تیره بیا د اشرف غنی د امتیازونو اخیستلو ته ورګرځی .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««
افغانستان د مک موهون د حکمیت له رای وروسته اوپه ۱۹۵۲ کال کې د هیرمند کمیشن له فیصلې مخکې په دو مرحلو کې د هیرمند سین د مهمو تاسیساتو د رامینځته کولو اقدام وکړ . په لومړی مرحله کې د سراج او بغرا نهرونو کیندل او په دوهمه مرحله کی د کجکی او ارغنداب بندونو جوړول وو چی ایران ته د اروبو د کمیدا او د دغه هیواد د اندیښنې سبب شو .دغه بهیر له ۱۹۵۲ کال وروسته هم دوام درلود . د بغرا نهر د کرشک له سیمې په زیات واټن سره پیل او د ۹۸کلومیټرو په اوږیدې سره تر مرجا پورې وغځیده او ددغه نهر ودانۍد امریکا لخوا په وړاندي شویو تجهیزاتو سره بشپړه شو . د دغو عمرانی پروژه ټولګه د هیرمند سین پروژو په عنوان سره له دوهم نړیوال جنګ وروسته د سیمې یوه ډیرې ستره طرحه ده چی د امریکا په وسیله بشپړه شوی ده .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
په ۲۰۰۱ میلادی کال کی ایران د افغانستان په وسیله د کجکی بند د اوبو د نه پریښودلو په دلیل ملکګرو ملتو ته شکایت وکړ . د هیرمند په تړون د ایران استناد ښی چی ایرانیان باوری دي دغه تړون معتبر او لازم الاجرا دې . د هیرمند له تړون سره سره د هامون سیندګی لپاره د اوبه حق په نظر کې ندې نیول شوې . د تړون په وخت د ایران دریځ یوازې د سیستان د اوسیدونکیو کروندګرو د مصرف لپاره د تضمین شویو او ټاکل شویو اوبو د ترلاسه کولو لپاره هڅه ده او د هغه پړاو شرایطو ایران د دغه تړون منلو ته قانع کړ . دغه چاره د دې ښودنه کوی چی په هغ پړاو کې په دواړو کې هیڅ هیواد د هامون سیندګی د ژواک چاپیریال د تامین مسلې ته پام ندې درلودلې او د هامون سیندګی او ژواک چاپیریالی د اوبو حق مسکوت پاتې دې .
««««««««««««««««««««««««««««««««««
په ۲۰۰۱ میلادی کال کې د امریکا په وسیله د افغانستان نیواک د افغانستان په هیدروپولټیکی سیاستونو کې د بدلانه پیچومې نه وو بلکې یوازې په دغه پړاو کې پیسو ، ټیکنالوجۍ او د نیواکګرانو ملاتړ د هغه له سیاستونو پراختیا سره مرسته وکړه . له دې سره سره چی د افغانستان د نیواک په پړاو کې په ډیرو برخو کې مسولان په هرو شپږو میاشتو کې بدلیدل . په دغه پړاو کې د هیرمند دوسیه د ثابتو مدیرانو په لاس کې وه چی دا مریکایانو حکمونه یې اجرا کول .
د امریکا په وسیله د افغانستان د نیواک په پړاو کې ایران ته د هیرمند د اوبو د ورتګ د کمیدا په اړه باید تینګار وکړو چی دغه موضوع د ورښتونو له کمیدا سره نیغ په نیغه ارتباط نه درلوده بلکې له تهرانه د کابل د هغه وخت د حکومتونو په تیره بیا د اشرف غنی د امتیازونو اخیستلو ته ورګرځی . په حقیقت کې امریکایانو په دغه وخت کې هڅه وکړه د افغانستان د اوبو مدیریت او بندونه د ایران پرضد د دباو د اړم په توګه بدل کړي .
«««««««««««««««««««««««««««««««
په ۲۰۰۱ میلادی کال کې د طالبانو د حکومت په ختمیدا سره حامد کرزی د افغانستان د موقته دولت د ولسمشر په توګه په ۲۰۰۲ کال کی ایران ته سفر وکړ او د دواړو هیوادونو چارواکو د ملګرتیا سند لاسلیک کړ .
په دغه سند کې د دواړو هیوادونو ولسمشرانو د هیرمند اوبو د ویشلو په اړه د ۱۹۷۲ کال د تړون د اجرا غوښتنه وکړه ، په دې ډول باید هرکال د ایران سیستان ته د هیرمند له سین ۸۲۰ ملیون مکعب میټره اوبه ورکړل شی چی البته په سیلابی موقعو کې لږ زیاته او د وچکالۍ په وخت کې ایران ته له دغې اندازې کمه اوبه ورکړل شوی ده . لومړی ځل د ۲۰۱۲ کال په پاې کې د سرحدی اوبو په اړه د کرزی په دریځ کې بدلون راغې . هغه د ۲۰۱۳ کال په جنورۍ کې په کابل کې د اوبو په ملی کانفرنس کې وینا وکړه او پکې لومړی ځل یې د ګاونډیانو د ابی حقوقو موضوع مطرح کړه . البته هغه ټینګار درلوده چی هڅه به وکړی د افغانستان ګاونډیان راضي کړي تر څو یوازې په خپلو اوبو سرچینو بسنه وکړی .
د افغانستان په یو اړخیزه ابی کړچار کې بل مهم ټکې د دغه هینواد د سیاست بدلون حتی له پولو وراخوا اوبو په ارتباط د ڼړیوالو او سیمه ایزو کانفرنسونو کې د ګډون په اړه دی . دغه بدلون تر دې ځایه پرمخ لاړ چی افغانستان د پولو وراخوا اوبو له ټکی سره هم حساس شوی وو .
««««««««««««««««««««««««««««
د امریکا په لسمونو سره د اشرف غنی له ولسمشرې پړاوه د ژواک چاپیریال مسایلو او ایران حقوقو ته له پامه پرته په افغانستان کې اوبو ته اوزاری کتنه زیاته شوه ږ په ۲۰۱۵ کال کې د غنی په مشرۍ د مځکې او اوبو لوړه شورا جوړه شوه او د افغانستان دولت د مارچ ۲۴ د اوبو د مدیریت ملی ورځ ونوموله . په حقیقت کې د غنی اراده د امریکایانو له غوښتنې سره غږمله دامتیاز د ترلاسه کولو لپاره د ایران پرضد له اوبو اوزاری استفاده وه . له اشرف غنی مخکې او حتی د کرزی په پړاو کې هم دغه ډول کتنه نه وه موجوده . د ۱۴۰۰ کال د وری په ۴ د کمال خان بند پعه پرانستنه کې د اشرف غنی څرګندونې د هغو لور نیونو ښودونکی وې چی د دغه هیواد د هیډروپولټیک اړیکو مخنیې ته په کتنې سره په ایران کې بدبینانه انعکاس پیدا کړ .
««««««««««««««««««««««««««««««
د امریکایانو له نیواکه مخکې د اوبو له مدیریت د افغانستان هدف د کرهڼې او بریښنا د اوبو تامینول وو . خو په وروستیو کلونو کې دغه هدف سیاسی او له ایرانه په امتیاز اخیستلو بدل شوی وو چی تمه کیږی د طالبان په راتلو سره په دغه مخرب کړچار کې جدی بدلونونه رامینځته شی .
د ایران د تربیت مدرس پوهنتون د ابی سرچینو د مدیریت استاد ډاکټر حجت میان ابادی وایی ، د ترسره شویو مطالعاتو په اساس تراوسه د هیرمند په اوبه د اوبو د انتقال کانال ، انحرافی بند ، درې بندوهنه او ۱۹ طرحې جوړې شوی دي چی پکې دهیرمند په سین د کجکی بند ، د ارغنداب بند ، په چخانسور کې د چخانسور بند ، د سراج او بغرا کانالونه ، د اشرف غنی په پړاو کې د کمل هخان بند بشپړه اوپرانستل شوی دي . د هیرمند د هیدروپولیټیک د مسایلو په حوزه کې مهم او پام وړ ټکې دا دې چی افغانستان د کمال خان بند او د کجکی بند د تکمیلی فاز په شان د هیرمند د پولې وراخوا سیند باندې په پراخو بند جوړولو سربیره د خاش رود په شمول د هیرمند د ابریز حوضه په نورو سرڅانګو د نویو بندونو جوړیدا هم شامله ده چی د سیستان په حیات او هامون په تالابونو منفی اغیزې شیندي .
پای