افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې
د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ د مهمو پيښو او بدلونونو د څیړنې اونیزه لیکنه
د افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې د لړۍ له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کښې یو او له مینې ډک سلامونه درته وایو، نن هم وړومبې د دغو دواړو هیوادونو د تیرې اونۍ د مهمو خبرونو او بدلونونو په هکله یوه سریزه او ورپسې یې درته د ځینو په اړه شننې او څیړنې وړاندې کوو، هیله ده چې د پام او خوښې وړ مو وګرځي.
*/*/*/*/
د افغانستان د معدنونو له وزارت سره د ملګرتیا لپاره د اروپايي اتحادیې چمتووالی، په هرات کښې د داعش ترهګرې ډلې خلاف د طالبانو عملیات، د سیمې د وروستیو بدلونونو په هکله د ایران او پاکستان د خارجه وزیرانو ټیلیفوني خبرې اترې، افغانستان کښې د لوږې د زیاتیدو په هکله د خوړو د نړیوال پروګرام خبرداری، په کابل کښې د اسلامي ملګرتیا سازمان د دفتر دوباره خلاصیدل، د افغانستان په ټولنه کښې د شیعه مسلمانانو مهم رول، د ۲۰۲۴ کال لپاره د اسلامي نړۍ د کلتوري پلازمینې په توګه د «کابل» کاندید کیدل، په یواړخیزه توګه په رسمیت د طالبانو په نه پیژندلو باندې د پکاستان ټینګار، د افغانستان په هکله د ماسکو د غونډې پاییزه بیانیه، د امریکې د شل کلن نیواک په دوران کښې د افغاسنتان د اقتصادي بیخ بیناؤ نابودي، د پاکستان د اقتصاد د سره پاشل کیدو په هکله د عمران خان خبرداری او د پاکستان او طالبانو ترمینځ اړیکو کښې د شخړو نوی پړاؤ د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ ډیر مهم خبرونه او بدلونونه وو.
*/*/*/*/*/
د طالبانو د حکومت د مشر ادارې مرستیال د افغانستان شیعیان د دغه هیواد د ټولنې یوه مهمه برخه وبلله.
د طالبانو د حکومت د مشرتابه دفتر په یوې خبرپاڼې کښې د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا د مرستیال محمد اکبري په شمول د اهل تشیع له یوه ډله مشرانو سره د طالبانو د مشر د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ملاقات خبر ورکړ.
افغانستان د طالبانو د مشر اداري مرستیال د هیواد شیعه مسلمانان د افغانستان د ټولنې مهمه برخه وبلل.
عبدالسلام حنفي په دغه کتنه کښې وویل د افغانستان ملت( شیعه او سني) د تاریخ په بیلابیلو پړاونو کښې د وروڼو په شان ژوند کړی دی او د هیواد د ترقۍ او د پرمختګ لپاره د دغه ملت اتحاد او پیوستون یو ضرورت دی. محمد اکبري هم په دغه کتنه کښې د زده کړې ، ټولنیزو او د پراختیا په ډګرونو کښې د افغانستان د شیعه ټولنې تر ټولو مهمې غوښتنې مطرح کړې او په یادو زمینو کښې یې د طالبانو د سرپرست حکومت په پام ټینګار وکړ.
مخکې هم د ټولو قومونو په شتون سره د یوه پراخ بنسټه حکومت جوړول ، د شیعه مذهب په رسمیت پیژندل، په حکومتي ادارو کښې د شیعه مسلمانانو مشارکت او د انجلیو د ښوونځیو په کامل ډول بیرته پرانیستل د افغانستان د شیعه علماو د شورا تر ټولو مهمې غوښتنې اعلان شوي وې.
د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانوبیا قدرت ته له رسیدا راهیسې د افغانستان په مختلفو سیمو کې د دغه هیواد شیعیان د داعش د ترهه ګرې ډلګۍ له مرګونو حملو سره مخامخ شوی دي . د جمعې لمانځه د دستورو په شمول د شیعیانو په غونډو ډیرې ترهه ګرحملې په تیر څه د پاسه یوه کال کې د شیعی ټولنې اصلی خطره ده . د طالبانو دولت په وسیله د شیعیانو د امنیت د تامینولو لپاره د شیعیه مشرانو له بیا بیا غوښتنو سره سره داعش ترهه ګره ډله هماغه راز د افغانستان ددرستې ټولنې په تیره بیا د دغه هیواد د شیعیانو لپاره ستره خطره بلل کیږی .
له دې سره سره چی د طالبانو دولت ژمنه کړی وه چی په افغانستان کې د قومی او مذهبی لږکیو امنیت به تامین کړی خو د دغې ډلې اقدامات په افغانستان کی د لږکیو د رضایت وړ ندي او هماغه راز ترهه ګرې حملې په افغانستان کې د عمومي امنیت لپاره ستر چیلنج بلل کیږی .
پر دې سربیره چی د امنیت تامینول له طالبانو د افغانستان د شیعیانو ټولنې ستره غوښتنه ده خود دغه هیواد شیعیان په دغه هیواد کې د نورو مذهبی او قومي ډلو په شان نورې غوښتنې هم لري . د دغه هیواد د ټولو قومونو په ګډون د پراخ بنسټه حکومت جوړول په دغه هیواد کې په یوې ملی غوښتنې بدل شوی ده چی د افغانستان ټولې سیاسی ، مذهبی او قومی ډلې ټینګار لري چی حاکمیت باید د هغو سمبول وی تر څو وکولې شي ټول خلک د واکوالۍ په ډګر کی استازیتوب ولرلې شي .
د افغانستان د میرمنې ټولنې لپاره د زده کړو او روزګار فرصت برابرول په دغه هیواد کې د شیعیانو په شمول د ټولو خلکو یوه بله غوښتنه ده تر څو هغو هم وکولې شي په اقتصادي ، کلتوری او اجتماعی بیلا بیلو ډګرونو کې رول ولوبولې شي . د افغانستان د شیعیانو او نورو قومی او مذهبی ټولنو له نظره تر هغه وخته چی په افغانستان کې د حاکمیت انحصار د یوه خاص تفکر یا ډلې په لاس کې وی ، دغه هیواد به د پراختیا په لاره ګام کینښودلې شی چی دا مسله به حتی له نړیوالې ټولنې سره په تعامل کی هم منفی اغیز وشیندي .
پر دې اساس افغان دولت له داخلی ناکارند والی، کړکیچ او نړیوالو بایکاټونو د وتلو لپاره باید د حکومت په ډګر کې د ټولو خلکو د حقیقی مشارکت د زمینې د برابرولو په شمول په داخلی ډګر کې د سیاسی مشکل د اواری لپاره په دې هکله ملی غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړی .
*/*/*/*/*/*/*
د افغانستان په هکله د ماسکو د غونډې په پاییزې بیانیې کښې په دغه هیواد کښې د یو ټول شموله حکومت په جوړیدو او ملي پخلاینې باندې ټینګار وشه.
په دغې غونډې کښې چې د روسیې، چین، پاکستان، ایران، هندوستان، قزاقستان، قرقیزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان په شمول د څوارلس هیوادونو استازو په کښې شتون درلود، ګډونوالو په افغانستان کښې د یو پراخ بنسټه حکومت د جوړیدو په مهم بللو سره چې د ټولو قومي او سیاسي ډلو د ګټو منعکسونکی وي، د ترهګرۍ د ګواښونو، د نشه ایزو موادو او له دغه هیواده د رامینځته کیدونکو نورو ګواښونو په مونډ ایستنې باندې ټینګار وکړ.
د افغانستان د اقتصادي بیارغونې لپاره د مرستې وړاندې کول او د انرجۍ، ټرانسپورټ او مخابراتو د برخو په شمول د مختلفو بیخ بینايي اجرا، د ماسکو د غونډې نور تاکیدات وو.
د افغانستان په هکله له نړیوالې غونډې څخه د روسیې کوربه توب په داسې حال کښې دی چې ماسکو له دې مخکښې هم درې ځلې په افغانستان پورې اړونده غونډې ترسره کړې کړي چې د تیر ۲۰۲۱ کال په اکتوبر میاشت کښې په ترسره شوې دریمې غونډې کښې د طالبانو پلاوي هم ګډون کړی و.
له دې سره سره چې د طالبانو حکومت د ماسکو د غونډې له ترسره کیدو نه تر مخکښې پورې دغې غونډې ته په نه وربلل کیدو باندې نیوکه کوله خو په دوام کښې او د هغې له ترسره کیدو سره هممهاله یې دریځ بدل کړ.
د طالبانو د خارجه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوې بیانیې کښې وویل چې د دوي حکومت د افغانستان په هکله د هر ډول سیمه ایزې لارې چارې هرکلی کوي او د صلحه ایز، متحد، خپلواک، بې پلوه او پرمختللي افغانستان په هکله د ماسکو د ګډون د ګډونوالو دریځونه ګټه ور ګڼي.
د ماسکو د غونډې په هکله د طالبانو د حکومت په دریځ کښې دا بدلون ښودنه کوي چې دغه ډله پوه شوې چې د افغانستان په هکله له سیمه ایزو او نړیالو غونډو او بهیرونو سره مخالفت د طالبانو د ملګرتیا محدوده فضا لا کمه او تنګه کړي.
د ماسکو د غونډې د پاې خبرپاڼه چې په کښې په افغانستان کښې د پراخ بنسټه حکومت په جوړیدو، په ملي پخلاینې او په دغه هیواد کښې د بیارغونې د بهیر په پیلیدو ټینګار شوی، د هغو تیرو دریځونو تکرار دی چې نړیوالې ټولنې په تیر یو کال کښې په افغانستان باندې د طالبانو له واکمنیدو راهیسې هغه ضروري ګڼلي دي.
خو د طالبانو د خارجه وزارت ویاند د ماسکو له غونډې وروسته د هغې له هرکلي نه پس وویل چې د طالبانو حکومت یو ټول شموله حکومت دی. دا دریځنیونه راښايي چې طالبان په افغانستان کښې خپل اوسنې حکومت د دغه هیواد د ټولو قومونو نماینده ګڼي او د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو په هکله د نړیالې ټولنې غوښتنه ناسمه ګڼي.
داسې ښکاري چې ترڅو پورې د طالبانو حکومت په افغانستان کښې لږترلږه د ټول شموله حکومت د جوړولو په هکله یو پروګرام وړاندې نه کړي، نړیواله ټولنه به له دغې ډلې سره د مخامخیدو په ډول کښې هیڅ بدلون رانه ولي.
*/*/*/*/*/*
د طالبانو په حکومت کې د اقتصادي چارو وزیر « قاری دینمحمد حنیف»، وویل: امریکا په افغانستان کې د خپل ۲۰ اشغال په موده کې هیڅکله د دې هیواد بیخ بناو ته توجه نه ده کړې بلکې د افغانستان شته بېخ بناوې یې هم وراني کړي دي.
حنیف د افغانستان د مواصلاتي لویو لارو او د افغانانو ناوړه اقتصداي حالاتو ته په اشارې سره، جوته کړه، د ۲۰ کلن اشغال په دوره کې ټرانسپورټي بېخ بناو او د تولید د فعاله کېدو په لړ کې خوځېدونکي اقتصادي عواملو ته توجه نه ده شوې.
د طالبانو د اقتصاد وزیر همدارنګه یادونه وکړه چي د اشغال په دوره کې افغانستان کې د په نشو د اورږدو کسانو شمېر هم په بې سارې ډول زیات شوی، اوس افغانستان کې کابو څلور نیم میلیونه نشه یان موجود دي چي دا د امریکې د اشغال یوه بله شومه ډالۍ وه.
د امریکایانو له لوري د افغانستان د بیخ بناوو د ورانېدو په هکله د طالبانو د اقتصاد وزیر وېناوې، هغه ترخه حقیقت څرګندوي چي د راتلونکي لسیزو پورې به د افغانستان په پرمختګ او پراختیا اغېزمنوي او سیورې پرې غځولې ده.
امریکا د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر د یوولسمې پېښې په پلمې سره، افغانستان اشغال کړ، او په دغه هیواد کې د خپل ۲۰ کلن ناکامه حضور په موده کې، چي ناټو هم ورسره ملګرې وه، افغانانو لپاره د ناامنیو او د ورانیو شوم میراث کښېښوده.
امریکا ادعا کوله چي په افغانستان کې د خپل حضور په موده کې د ټروریزم د له مینځه وړلو په ترڅ کې به د مخدره موادو د کښت او نورو هیوادونو ته د قاچاق مخنیوی وکړي، په داسي حال کې چي په افغانستان کې د امریکا د شتون پر مهال نه یوازې ټروریزم له مینځه نه لاړه بلکې پیاوړی شو او دغه هیواد کې بې ثباتي واکمنه شوه.
د نړیوالو ادارو له لورې خپاره شوي راپورونه ښودنه کوي چي په افغانستان کې د امریکې او ناټو د شتون پر مهال د مخدره موادو کښت او تولید څلور چنده زیات شوی و او پراخو ځمکو کې مخدره مواد کرل کېدل.
د تش په نامه شعارونو په چوکاټ کې په افغانستان کې د امریکې د فوځې مداخلې پایلې ډیموکراسي، نه بلکې د لسګونو زرو انسانانو وژله، ناامني او بې وزلي وه، هغه تش په نامه ډیموکراسي چي په کښې په ټولو ټاکنو :ې پراخې درغلی کېدلې.
تروریزم سره د دورغجنې مبارزې تر عنوان لاندې امریکا د افغانستان د بېخ بناوو د ورانولو په هاخوا، له اشغال نه وروسته هم دې هیواد سره دښمني ته دوام ورکړې، او د افغانستان د شتمنیو په کنګلولو سره، د بایکاټونو او اقتصادي فشارونو سیاست غوره کړې چي د افغانانو د ورځني چارو او عوایدو په وړاندې ستونزې رامینځ ته کړي دي.
دا په داسي حال کې دی چي د افغانستان خلګو کې دا تمه وه چي امریکا له دغه هیواده د وتلو وروسته، د خپلې بې معنا جګړې غرامت د افغانستان حکومت او ولس ته ورکړي. د افغانستان د صحت عامې د وزارت له راپور سره سم، د امریکې د جنګ او جګړو د امله د افغانستان د پوره ولس ۴۶ فیصده له نفسیاتي او عصبي ناروغیو څخه ځوریږي، چي اکثره په کښې مېرمنې دي
د افغانستان په شمالی ولایت بلخ کې د نفسیاتي چارو ماهر ډآکټر فریدون لطیفي وایي: له بده مرغه د بې روزګاریو، ناوړه اقتصادي حالاتو او جنګ جګړو د امله د خلګو رواني یا نفسیاتي روغتیا له خطرې سره مخامخ شوې ده او اکثره میرمنې او زلمیان له نفسیاتي ستونزو ځوریږي.
د اسیا د پراختیایي بانک له راپور سره سم، افغانستان په نړۍ کې تر ټولو له کمزورې اقتصاد څخه برخمن دی او له نیمایي زیات وګړې یې د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.
د امریکایي فوځیانو محاکمه کېدل، د قربانیانو کورنیو ته د جنګي غرامتونو ورکړه او نفسیاتی او فیزیکي اغېزمن شویو ته رسیدګی د هغو تمو له جملې دي چي افغانان د ۲۰ کلنې جګړې، وژلې او ورانتیاو په بدله کې د سپیني ماڼۍ او د هغه د ملګرو څخه لري.
*/*/*/*/*/*/
ترجمه: عبدالماجد درانی