نوښتونه
https://parstoday.ir/ps/radio/afghanistan-i125048-نوښتونه
په دغه راپور کې راغلي دي چي ایران په مینځني ختیځ کې له هغو ګوته په شمیر هیوادونو دې چي د واکسین د تولید له ظرفیته برخمن دی او په دې لړکې یې جدي هلې ځلې کړي دي
(last modified 2026-03-17T03:53:59+00:00 )
Dec 18, 2022 11:42 Asia/Kabul
  • نوښتونه

په دغه راپور کې راغلي دي چي ایران په مینځني ختیځ کې له هغو ګوته په شمیر هیوادونو دې چي د واکسین د تولید له ظرفیته برخمن دی او په دې لړکې یې جدي هلې ځلې کړي دي

عزیزانو په وروستیو اونیو کې د ایراني ماهرانو لخوا د کرونا ضد برکت او سپایکوژن واکسین د تاییدیدا په هکله  چی ایراني څیړاندو له لوري تولید شوي دي راپورونه په نړیوالو علمي مجلوکې خپاره شول.

په دې هکله یو راپور د نیچر په علمي مجله کې چاپ شوی دی چی په هغه  راپورکې کرونا ضد واکسین په جوړولو کې د ایراني ساینس پوهانو هلې ځلې څېړل شوي دي. په دغه راپور کې ویل شوي چي ایران هیله من دی چي د کورني واکسین په مرسته کرونا ته ماته ورکړي، همدارنګه راپور کې د ایران په پاستور انستیتوت کې د وایروس پېژندنې د څانګې له مشر ډاکټر کیهان ازادمنش سره مرکه هم  اخیستل شوې ده.

په دغه راپور کې راغلي دي  چي ایران په مینځني ختیځ کې له هغو ګوته په شمیر هیوادونو دې  چي د واکسین د تولید له ظرفیته برخمن دی او په دې لړ کې جدي هلې ځلې کړي دي .

په نوموړی راپور کې راغلې چي په ایران کې د کرونا ضد په لسو واکسینونو کار روان دي خو یوازې له یو ډول ایرانی واکسین کار اخیستل شوی دی او له هیواده بهر د ایرانی واکسین په هکله معلومات ډېر کم دي.

«««««««««««««

د نیچر علمې خپرونې د بایوټیکنالوجۍ له متخصص  ډاکټرکیهان ازادمنش  سره په مرکه کې په ایران کې د کرونا ویروس د وبا د اغیزو او په هیواد کې د کرونا ضد تولید شوي واکسینونو په هکله خبرې شوي دي، د دغه ایرانی ډاکټر په وېنا په ایران کې د کرونا ضد تولید شویو واکسینو کې یو د پاستور کواک واکسین دی چي د پروټین ټکنالوجۍ پر اساس د ایران د پاستور انستیتوت او په کوبا کې د فاینلی موسسې په همکارۍ سره جوړ شوی دی.

دغه واکسین په ایران کې د استفادې جواز تر لاسه کړی دی، څو نور نوی ترکیب پروټیني واکسینونه هم د کلینیکل ټرایل پړاونو کې دي .همدارنګه د mRNA د ټیکنالوجۍ پر اساس د کرونا ضد په یو واکسین او د ادنووایروس په دوو واکسینونو او د شري د ناروغي په واکسین هم کار روان دی او په خپلو لومړنیو پړاونو کې دی.

««««««««««««

د ډاکټر کیهان ازادمنش په وېنا د (هوم ایمن زیست فناور) بیولوژیکل شرکت په دوو واکسینونو کار کو.

په یوه واکسن کې د شری له وایروس د پایې په توګه د یوه ژن د معرفي کولو لپاره ګټه اخلي چي هم حجراتو ته د ننوتلو مخه نیسي او هم يې د زیاتېدو او تکثیر مخنیوی کوي.

دغه واکسن په تهران کې د بیوسان فارمد د شرکت له لوري تولید کیږي، بل واکسن چي لا زیات هیله بخښونکی دی، په آدنووایروس کې د پروټئین له سنبلې کار اخلي، هغه څه چي د سپیوټنیک واکسین په دوهم ډوز کې ترې استفاده شوی ده .

«««««««««««««

د دغه ایرانی محقق په خبره د یادو واکسینونو کلینکل ازموینې به د راتلونکي کال په لومړیو کې پیل شي.

په ایران کې د کرونا ضد کارول شوي  اکثره واکسینونه غیر فعال واکسینونه دي. دا په دې معنا ده چي په راتلونکو کلونو کې خلک د واکسین نوې ډوزونو ته ضرورت پیدا کوي، زمونږ نوي واکسینونه د تقویتي  یا بوسټر ډوز په توګه کارول کیدلې شي .

یوه ترکیبي دریځ ممکنه ده خلکوته د کرونا په وړاندې لا زیات معافیت ورکړي. دغه ټکنالوژی همدارنګه په اسانۍ سره د ویروسو د نوي ډولونو په وړاندې کارنده واکسن تولیدولی شی .

حاضر دمه  د کرونا دلټا ډول لپاره د ځانګړی واکسین په جوړولو لګیا یو.

««««««««««««

همدارنګه د Clinical Microbiology and Infection په نړیواله خپرونه کې چی د عفوني ناروغیو په زمینه کې د نړۍ له وتلیو مجلوبلل کیږي، د ایرانی سپایکوژن واکسن په هکله مقاله خپره شوې ده.

په نوموړی مقاله کې ویل شوی چي سپایکوژن ایرانی واکسین د کرونا او په ځانګړې توګه دډلټا په وړاندې ۷۷ فیصده معافیت رامینځ کوي او د سخت کوویډ مخنیوی کوي.

«««««««««««««

د پروګرام په دوام کې د ایراني څیړاندو په وسیله د ټیکنالوجۍ حوزې نورو بریاو ته یوه کتنه کوو .

په ایران کې د یوه پوه بنسټ شرکت ماهرینو په ماشومانو کې د اسم  یا ساډوبۍ د درملنې لپاره ګیاهي درمل جوړې کړي چي د کیمیکل درملو عوارض نلري

دغه درمل زد-کاف نومول شوی دی او له اوه کلونو بره  ماشومانو لپاره جوړ شوی درمل دی چي د ساه ډوبۍ له مسلې  سره مرسته کولی شي .

د سږو فعاله کېدا، د ټوخي کمېدا، د ساډوبۍ ښه کېدا او د بدن د معافیت پیاوړي کېدا د یاد درمل له ځانګړنو دي.

«««««««««««««

د دغه پوه بنسټ شرکت مشر په وېنا د دغه ترکیبي شربت د تولید لپاره د اسم په زمینه کې د ایران د دودیز طب او د نړیوالو سرچینو کار اخیستل شوی دی.

په دغه شربت کې د بیرې، شیرین بیان، ختمي ، سرخار ګل او ورته شان نورو درملیزو بوټو کار اخیستل شوی دی چي د دغو ټولو درملیزو بوټو کارندوالې ازمویل شوی او ثابت شوې دی .

دغه شربت د ماشومانو ټوخی اوسږو د عفونت له ښه کېدو سره مرسته کوي. د دغه درمل د  جوړونکو په وېنا دغه درمل بهرنی بېلګه نه لري او د اختراع حق یې یوازې دغه شرکت ته خوندي دی.

««««««««««««««

د اپرېشن چاقویوازې ۶۰ نانومېټر پلنوالې لري او له حده زیات نازک او وي . د دغو چاقووانو تولید یوې ځانګړې ټیکنالوجۍ ته ضرورت لري او یوازې د ګوته په شمیر هیوادونو له لورې تولیدیږي. اوس ایران هم د دغو چاقووانود جوړولو ټیکنالوجۍته لاره موندلی ده .

د یادو چاقووانو د جوړونکی پوه بنسټ شرکت د مشر په وېنا د اپرېشن ځانګړې چړې که څه هم ظاهر کې ساده ښکاريخو د پېچلي ټیکنالوجۍ په مرسته  جوړیږي .

د دغو چړو د تولید لپاره څلورو ټیکنالوجیکل پړاونو ته ضرورتشته چي له دې جملې د سټیل د ګرمولو بهیر ته اشاره کولې شو .

CNC دستګاوې د یو میلي ميټر تر سلمې برخې پورې نازک چاقوجوړولط شی ، خو د اپرېشن د چاقو یا بلیډ په جوړولو کې بې وسه دي ځکه چي دغه چاقو ۶۰ نانو میټر نازکوالې لري او حتی په معمولي مایکروسکوپ هم د لیدلو وړ نه دي.

د اپرېشن د مخصوصو چاقوانو یا کټرونو د نازکوالي دلیدو لپاره بایدله الکټرونیکل مایکروسکوپ کار واخیستل شي.

حاضر دمه په دنیا کې یوازې ۶ شرکتونه د یادو چاقوانو د جوړولو وړتیا لريچی  اوس ایران هم په کښې ورزیات شوی دی او د اپریشن د چاقوانو د جوړولو ټکنالوجۍ ته رسېدلی دی.

«««««««««««

دوستانو په یوه بله بریا کې د څېړونکو یوې ډلې  د امریکا د میشیګان په پوهنتون کې د ایرانی ماهر مسعود اتشبار په ملګرتیا د بوټونو د سمارټ تالیو په جوړولو بریالی شوې دی .

دغه تلۍ په شوګر د اخته ناروغانو په پښو کې دSpO2 د وینو د رګ له لارې د اکسیجن سویه څاري .

په شوګر یا شکرې  د اخته ناروغانو د شریاني اکسیجن څېړل د پښو د ټپونو په هکله ډاکټر او ناروغ ته مهم معلومات ورکوي .دغه معلومات د انډرویډ د یو ه اپلیکېشن له لارې انټرنیت ته پورته کیږي او په موبایل او کمپیوټر ښکاره کیږي.

د بوټونو دغه تالې  په ۱۵ روغو کسانو ازمویل شوې دی  او په بریالیتوب سره د هغوی د SpO2 اندازه  معلومه شوی ده، د بوټونو دغه سمارټ تا لې لهد هغو ناروغانو سره مرسته کولی شي  چي د شوګر له  امله د پښو له زخمونو  ځوریږي، ځکه چي پښو ته د کافي اکسیجن رسېدل د ټپونو د جوړېدو لپاره زیات اهمیت لري.

پای