شننه|متحده عربي امارات ولې د یمن پرضد جنګ ته بیرته ورګرځي؟
پارس ټوډې- متحده عربي امارات غواړي د یمن پرضد جنګ ته بېرته ورستون شي.
د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی د یمن د پوځ (انصارالله) له پرمختګونو او د فارس خلیج د عربي هېوادونو د امنیتي اندېښنو له زیاتېدو وروسته، متحده عربي اماراتو له سعودي عربستان سره هوکړه کړې چې د یمن د انصارالله د مخالفو ځواکونو مالي ملاتړ بېرته پیل کړي.
د راپور له مخې، ریاض هم منلې چې د دغو ځواکونو هوايي ملاتړ به وکړي.
که دا بدلون په عملي توګه رامنځته شي، نو دا به د یمن د راتلونکي په اړه د دواړو هېوادونو ترمنځ له څو کلونو اختلافاتو وروسته د پوځي همکارۍ د بیا پیل نښه وي.
دا ملګرتیا کولای شي د یمن پوځي او سیاسي حالت نوې مرحلې ته داخل کړي.
د یمن جګړې ته د متحده عربي اماراتو احتمالي بېرته ستنېدل باید د سیمې د پوځي، امنیتي او جیوپولیټیکو بدلونونو په چوکاټ کې وارزول شي.
ابوظبۍ او ریاض، سره له دې چې په تېرو کلونو کې یې جدي اختلافات لرل، اوس له یوې ګډې ننګونې سره مخ دي.
دا ننګونه د یمن د پوځ او انصارالله د قدرت من کیدا او د هغوی د دې وړتیا زیاتېدل دي چې د سعودي عربستان پر امنیت، د سره سمندرګي پر ستراتیژیکو لارو او د عربستان په ټاپووزمه کې د قدرت پر انډول اغېز وکړي.
خو د دواړو هېوادونو نوی نږدېوالی حتماً د دوی د سیالیو د پای ته رسېدو معنا نه لري، بلکې تر ډېره د هغه ګواښ د کنټرول هڅه ده چې د دوی د مشرانو په اند، پر وړاندې یې د بېعملۍ لګښتونه مخ په زیاتېدو دي.
د دې بدلون یو مهم لامل د یمن د پوځ او انصارالله د پوځي او سیاسي دریځ د پیاوړتیا په اړه اندېښنه ده.
انصار الله غورځنګ په تېرو کلونو کې د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف د پوځي بریدونو پرضد مقاومت کړی او د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو وړتیاوې یې پراخې کړې دي.
د جنګ تجربې هم ښودلې چې یوازې د وسلو برلاسی او د بهرني ملاتړ لرل بسنه نه کوي چې انصارالله شاتګ ته اړ شي یا پر سیالانو د خپلې خوښې وړ سیاسي حل لاره ومني.
له همدې امله، د متحده عربي اماراتو د مالي مرستو بیا پیل او د سعودي عربستان له خوا د هوايي ملاتړ برابرول د یمن د پوځ او انصارالله د مخالفو ځواکونو د پیاوړتیا او د جنګ په ډګر کې د ځواک د انډول د لا ډېر بدلون د مخنیوي هڅه بلل کېدای شي.
بل مهم لامل د سعودي عربستان امنیتي تاواني کیدل دي.
پر مهمو بنسټونو، هوايي ډګرونو او د انرژۍ پر تاسیساتو د توغندیو او د بېپیلوټه الوتکو بریدونه کولای شي ریاض ته د پام وړ اقتصادي او سیاسي زیانونه ورسوي او د دغه هېواد د ثبات انځور اغېزمن کړي؛ په ځانګړې توګه په داسې وخت کې چې سعودي عربستان د اقتصادي پرمختګ پروګرامونه پلي کوي او د بهرنیو پانګونو د راجلبولو هڅه کوي.
له دې نظره، سعودي عربستان ښايي د یمن د پوځ او انصارالله د مخالفو کورنیو ځواکونو پیاوړي کول د امنیتي دباو د کمولو او د ګواښ د پراخېدو د مخنیوي یوه لاره وګڼي.
خو د تېرو کلونو تجربې ښيي چې د پوځي عملیاتو زیاتوالی حتماً دوامدار امنیت نه رامنځته کوي، بلکې ان د غچ اخیستونکو بریدونو انګېزه هم پیاوړې کولای شي.
د متحده عربي اماراتو لپاره موضوع یوازې د یمن د پوځ او انصارالله پر وړاندې مبارزه نه ده، بلکې د یمن په جنګ کې د نفوذ، سټراټیژیکو بندرونو، د سره سمندرګي او عدن خلیج د بېړیو د تګ راتګ پر لارو د سیالۍ موضوع هم ده.
ابوظبۍ په تېرو کلونو کې د سیمهییزو ځواکونو او د جنوب د انتقالي شورا په ګډون، ملاتړ کړی او هڅه یې کړې چې په ساحلي سیمو او سټراټیژیکو ټاپوګانو کې خپل نفوذ پراخ کړي.
دا سیاست کله ناکله د سعودي عربستان له هغې تګلارې سره په ټکر کې راغلی چې په عدن کې د یمن د تش په نوم حکومت د جوړښت پر ساتلو او د دغه هېواد د وېش په مخنیوي ټینګار کوي.
له همدې امله، نوې هوکړه ښايي د دواړو هېوادونو پوځي ملګرتیا پیاوړې کړي، خو د یمن د جنوب د سیاسي راتلونکي په اړه به یې اختلافات لا هم پر ځای پاتې وي.
له پوځي پلوه، د متحده عربي اماراتو له خوا د مالي ملاتړ بیا پیل او د سعودي عربستان له خوا د هوايي ملاتړ برابرول کولای شي د یمن د پوځ او انصارالله د مخالفو ځواکونو عملیاتي وړتیاوې زیاتې کړي، په ځانګړې توګه که له استخباراتي، وسلوالو او لاجیسټیکي همغږۍ سره مل وي. خو د وسلهوالو ډلو ډېرښت، د هغوی ترمنځ سیاسي اختلافات او د یوې واحدې قوماندانۍ نشتوالی به د یوې اغېزشیندونکي جبهې د جوړېدو پر وړاندې جدي خنډونه وي.
سربېره پر دې، د یمن پوځ او انصارالله د جنګ په کلونو کې د نامتقارنې جګړې پراخه تجربه ترلاسه کړې ده او ښايي د پوځي دباو زیاتېدو ته په غبرګون کې خپل بریدونه پراخ کړي.
دا حالت کولای شي د سیمې د انرژۍ پر تاسیساتو او د بېړیو پر تګ راتګ امنیت لا ډېر اغېز وکړي.
د دې بدلون بله پایله د یمن د کړکیچ د سیاسي حل د امکاناتو کمزوري کېدل دي. هر کله چې ښکېل لوري دې پایلې ته ورسېږي چې د بهرني ملاتړ په زیاتولو سره خپل پوځي موقعیت پیاوړی کولای شي، نو د جوړجاړي لپاره یې انګېزه کمېږي.
په داسې شرایطو کې به د یمن خلک یو ځل بیا د سیمهییزو سیالیو اصلي لګښتونه د بېځایه کېدو، بېوزلۍ، د خوړو د ناامنۍ او د بنسټیزو تاسیساتو د ویجاړېدو په بڼه ورکړي.
همدارنګه، د جنګونو زیاتیدا کولای شي د ملګرو ملتونو منځګړیتوب او د دوامدار اوربند لپاره خبرې اترې لا ستونزمنې کړي.
داسې ښکاري چې د اماراتو احتمالي بېرته ستنېدل د یمن جګړې ته تر پوځي بریا د ډاډ څرګندونه نه ده، بلکې د ابوظبۍ او ریاض هغه ګډه اندېښنه ښيي چې د قدرت انډول د یمن د پوځ او انصارالله په ګټه د بدلېدو په حال کې دی.
د دواړو هېوادونو نوې همکاري ښايي پر یمن د پوځ او انصارالله پوځي دباو زیات کړي، خو د جنګ په ډګر کې د وضعیت د دوامدار بدلون تضمین نه شي کولای.
د یمن د جنګ تجربې ښودلې چې پراخ سیاسي توافق او د دغه هېواد د کورنیو غوښتنو په پام کې نیولو پرته، پوځي تګلاره نه شي کولای کړکیچ پای ته ورسوي.
له همدې امله، که د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو اصلي هدف د اوږدمهاله امنیت ټینګښت وي، نو ډیپلوماسي او داسې هوکړه چې د یمن د بېلابېلو ډلو ګټې په پام کې ونیسي، د جنګ یوه نوې پړاو ته تر بېرته ستنېدو ډېر کم لګښت لري.