د ملګرو ملتو د امنیت شورا په وروستۍ بیانیې د طالبانو غبرګون
د طالبانو ویندویي په افغانستان کې پر ښځو د بندیزو د ختمولو په اړه د امنیت شورا د غړو په بیانیې غبرګون وښود.
د طالبانو ویندویي په افغانستان کې پر ښځو د بندیزو د ختمولو په اړه د امنیت شورا د غړو په بیانیې غبرګون وښود.
د فارس خبري اژانس د افغانستان سایټ د راپور له مخې د طالبانو ویندویي ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټ پاڼه کې په افغانستان کې د ښځو په تعلیم او کار د بندیز د ختمولو غوښتنې ته ځواب ووایه.
هغه ولیکل: « مونږ د امنیت شورا په اندیښنې پوهیږو او هڅه کوه ټولې چارې د شریعت په رڼا کې برابرې کړو او په دې زمینه کې دخلکو او دین په وړادې د مسوولیت په احساس سره نه شول کولی په هیواد کې د غیر قانوني چارو اجازه ورکړو»
د طالبانو ویندویي په دې بیان سره چې نړیوالې بشري مرستې باید سیاسي نه شي زیاته کړه: مونږ په ټولو هغو برخو کې ملګرتیا ته ژمن یو چې زموږ له دیني او ملي ارزښتونو سره برابرې وي.
د ملګرو ملتو د امنیت شورا یوولسو غړو په ګډه بیانیه کې « په افغانستان کې د ښخو او جینکو د بحراني وضعیت» په اړه اندیښنه ښودلې او له طالبانو یې غوښتي چېز زر تر زره د ټولو ښخو او جینکو په خلاف محدودیتونه ختم کړي.
دغه ګډه بیانیه کې البانیا، برازیل، ایکواډور، فرانسې، ګابن، جاپان، مالټا، سویس، متحده عربي اماراتو، انګلیس او امریکا له خوا لاسلیک او خپره شوې ده.
په بیانیه کې له طالبانو دا غوښتنه هم شوې چې د ملګرو ملتو د امنیت شورا د ۲۵۹۳ پریکړه لیک کې د افغانستان په ژمنو پابند ووسي او د ښځو او جینکو حقوقو،او په سیاست، اقتصاد، تعلیم او د ټولنې په عمومي فضا کې د هغوي برابر او معنا داره مشارکت ته درناوی وکړی.
د امنیت شورا یوولس غړي وایي چې په بشر دوستانه عملیاتو کې د ښځو شتون محوري او حیاتي دی ځکه چې هغوي ځانګړی تخصص لري او داسې ټولنو ته لاسرسی لري چې سړي یې ورته نه شي پيدا کولی.
د خبر پای/.